کور / اسلامي / نوي نوټونه د سودي معاملې په بڼه بازار ته وړاندې کيږي

نوي نوټونه د سودي معاملې په بڼه بازار ته وړاندې کيږي

د بانګ د طرف نه بازار ته نوي يوه ګوني ، دوه ګوني ، پنځه ګوني ، لس ګوني او نور نوټونه راوتلي دي چې دغه نوټونه په بازار کې عملاً يو شان نه تبادله کيږي بلکي نوي نوټونه په لوړ قيمت خرڅيږي .


مثلاً که څوک وغواړي د سل ګون نوټ په پنځه ګون تبادله کړي نو څه پيسې به زياتي ورکوي همدارنګه که څوک وغواړي په دالرو باندې نوي نوټونه واخلي نو د نورو نوټونو په نسبت به کمې پسې اخلي .


پام کوئ دا ډول معامله صريح سود دی دې ډول سود ته د راکړي ورکړي سود وايي


رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل  سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ (رواه مسلم )


سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو زرو ، عنم په غنمو ، وربشي په وربشو ، خرما په خرما او مالګه په مالګه باندې مساوي لاس په لاس تبادله شي .


يعنې کله چې اجناس همجنس وي نو مساوي ، لاس په لاس به تبادله کيږي


چې اوس عصر کې د سرو او سپينو رزو  د سيکو پر ځای نوټونه معامله کيږي .


الذي يدل عليه النظر الصحيح ، وهو الذي عليه عامة العلماء المعاصرين : أن العملات الورقية يجري فيها الربا قياساً على الذهب والفضة .


وذلك لأن الشرع حكم بجريان الربا في الذهب والفضة لأنهما أثمان الأشياء ، أي : كانا هما العملة التي يتعامل بها الناس قديماً (الدراهم والدنانير) فكانت قيم الأشياء تقدر بالذهب والفضة ، وقد حَلَّت هذه الأوراق النقدية محل الذهب والفضة في التداول ، فوجب أن يكون لها حكم الذهب والفضة .( موقع السلام السوال جواب )


او که جنس مخالف وي دالر په نويو نوټونو تبادله شي نو دا به سود نه وي (فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه مسلم ). او که اجناس فرق ولري بيا چې څنګه غواړئ هسې يې معامله کړي په شرط د دې چې لاس په لاس وي .


مګر په ناحق د خلکو د مال خوړل دي چې نوي نوټونه په لوړ قيمت خرچوي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ)


يعنې : ای مؤمنانو په خپلو منځو په نا حقه يو د بل مال مه خورئ .


ځکه دا د بانک مسئوليت چې خپل زاړه نوټونه ټول او پر ځای يې نوي نوټونه بازار ته عرضه کړي ، نه دا چې هغه په ظاليمانه توګه د يوي سودي معاملې په شکل بازار ته عرضه کړي .


نو مسلمانانو وروڼو پام کوئ چې په دې سودي معامله کې را ګير نشئ


سود اخيستل حرام هلاکونکي ګناه او الله جل جلا له  د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .


فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]


ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله جل جلا له  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .


لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا، وموكله، وكاتبه، وشاهديه، وقال: هم سواء. (۱۵۹۸ المسلم )


رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکی ،ورکوونکی ،ليکونکی اوشاهدانو ته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابردی .


اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )


يعنې د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، کوډي او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله جل جلا له  په نا حقه وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .


آن لاين اسلامې لارښود