کور / تازه خبرونه / ميوند:دشپې په عملياتو کي سيمه ايز طالب مشر نيول سوی دی

ميوند:دشپې په عملياتو کي سيمه ايز طالب مشر نيول سوی دی

ناټو وايي چي پوځيانو يې د افغان ملي اردو سره په ګډو عملياتو کي د کندهار د ميوند ولسوالۍ په سيمه کي هغه طالب مشر نيولئ دی چي د سړک غاړي ماينونو ، پر ناټو او دولتي مرکزونو بريدونو او په سيمه کي د شرعي نظام په پلي کولو تورن و . په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي ناټو وايي چي په دې عملياتو کي يو شمېر نور طالب افراد هم نيول سوي دي خو شمېر يې نه دی ښوول سوی .