هلمند: دطالبانو او ناټو تر منځ نښته کي مرګ ژوبله رامنځته سوې

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2011


تېره ورځ دهلمند ولايت د تريخ ناور په سيمه کي تېره ورځ طالبانو د ناټو اړوند ايساف ځواکونو پر ګزمې بريد وکړ چي په په ترڅ کي يې نښته رامنځته سوه ، په دې اړه د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي نښته د يكشنبې په ورځ د مارجې ولسوالى د تريخ ناورپه سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې وسله والو طالبانو د ايساف ځواكونوپه گډې گزمې ډزې وكړې چې په دې ترڅ كې ايساف ځواكونومتقابلې ډزې پيل كړې اودې نښتې نيم ساعت دوام وكړ.


دخبرپاڼي له مخي په پايله كې يې يوتن وسلوال طالب وژل شودرى تنه چې يوتن يې ټپي هم و له يوميل پيكا ماشينگڼې سره يوځاى نيول شوي دي.


که څه هم د هلمند چارواکو د ناټو د تلفاتو په اړه په خپله خبرپاڼه کي يادونه نده کړې ، خو ناټو تېر ماخستن دافغانستان په سهېل کي د خپل يوه سرتيري د وژل کېدو خبر ورکړئ و چي ښايي هغه به په دې بريد له منځه تللی و. خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددې جګړې په اړه خبر ندئ خپور کړئ .

Copyright Larawbar 2007-2024