کور / تازه خبرونه / بلوچستان ايالت: ناڅاپي چاودني يو کارګر وژلئ او …

بلوچستان ايالت: ناڅاپي چاودني يو کارګر وژلئ او …

لراوبر – لو پښتونخوا



د بلوچستان ايالت په ډيره بكټي  سيمه كښې سوئى ته نږدى دماين چاودني په يوه  پيښه كښې يو تن كارګر وژل شوى او دوه نور ژوبل شويدى بلخواته دكاهان په سيمه كښې دامنيتي ځواكونو په پلټونكو عملياتو كښې شل تنه نيول شويدي دبى بى سى دراپور ترمخه  دسويي  څخه  كيلو ميتره لري  د سړك پرغاړه  كاركوونكو كار كاوه چى  دځنمكي  كيندلو په وخت ناڅاپه ورباندې ماين وچاوديده او له امله يي يو تن كاركوونكي  مړ او دوه ژوبل شول بلخوا ته د كوهلو په سيمه كښي امنيتي ځواكونو پلټونكو عملياتو ته دوام وركړيدى ځائى خلكو تورلګولى دى چي امنيتي  سرتيرو دپلټونكو عملياتو پروخت په كورونو كښې دشيان مات كړي دي او ددوي ځيني دكور سامانونه يي  له ځان سره وړي دى  خوپه سركارى توګه دغه خبرې ندى تصديق شوي.