کور / تازه خبرونه / ذبيح الله مجاهد : زه نه يم نيول سوى

ذبيح الله مجاهد : زه نه يم نيول سوى

کله چي افغان حکومت د وسله والو طالبانو د وياندويانو څخه د ذبيح الله مجاهد نامي وياند د نيولو خبر ورکړ تر هغه خبر څه موده وروسته ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي نوموړى نه دئ نيول سوى بلکي افغان حکومت يې پر ځاى بل څوک نيولى او د ده ګمان ئې پر کړى .
نوموړى همدا ډول دا کار د حکومت يوه دسيسه بولي او زياتوي چي نوموړى په يوه خوندي ځاى کي دئ او کوم چا نه دئ نيولى .
افغان حکومت خبر ورکړ چي يو تن چي ذبيح الله مجاهد نومېږي او د وسله والو طالبانو د وياندويي ئې پر غاړه وه د پکتيکا ولايت د سرروزې ولسوالۍ په سرروزي کلي کي نيولى .
چارواکي وايي چي نيول سوى کسان ذبيح الله مجاهد دئ او هغه هم په خپلو کړنو چي دى د وسله والو وياند ؤ اعتراف کړى .
که څه هم چي دواړه اړخونو پر خپلو خبرو ټينګار کوي دا به وروسته څرګنده سي چي کوم يو ئې رښتيا دئ.