کور / تازه خبرونه / سپين بولدک:کندهار ته لېږدېدونکي چاوديدونکي ونيول سول

سپين بولدک:کندهار ته لېږدېدونکي چاوديدونکي ونيول سول

د کندهار دملي امنيت کسانو په مرسته ددې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي کندهار ښارته راوړل کېدونکي ٣٣٠ پارسله امونيم کلورايډ، ٣٠ پارسله پوناشيم کلورايډ چي هر يوه يې ٩٥ کيلو ګرامه وزن درلود، ٢٢٠ عدده برېښنايي فيوزونه، ٦٠ عدده د ريموټ کنټرول تختې ١٥ عدده ريموټونه نيول سوي دي، د کندهار چارواکو د نيول سوو چاوديدونکو توکو سره په تړاو د چا د نيولو خبر ندئ ورکړئ ، خو دغسي توکي د ډيورنډ کرښي د ها خوا څخه په غيرقانوني توګه افغانستان ته رالېږدول کيږي .