تازه خبر: د لويي جرګې سيمه په توغندۍ ويشتل سوې

لراوبر ډاټ کام (کابل) | نوومبر 17th, 2011


د لويي جرګې پر دوهمه ورځ مخکي له دې چي د لويي جرګې غړي غونډه پيل کړي، د لويي جرګې سيمه په توغنديو ويشتلې ده.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چي توغندۍ د جرګې له تالار څخه ليري موښتي دي، چي يو ملکي کس يې ټپي کړى دئ، د کابل پوليس وايي په دې باب تحقيقات شروع کړي دي.
د جرګې له سيمي د آزادۍ راډيو خبريال وايي چي د جرګې غړي په عادي توګه د تالار پر خوا روان دي او خپلو غونډو ته دوام ورکوي.
لويه جرګه پرون د ولسمشر کرزي په وينا پرانيستل سوه، پرون ورځ يې د مشرانو پر ټاکلو او د کومېټو پر جوړولو باندي تېره کړه.
د لويي جرګې شاوخوا ٢٠٠٠ غړي پر ٤٠ کومېټو وېشل سوي چي نن به د افغانستان او امريکا پر ستراتيژيک تړون، له طالبانو سره د سولي او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسئوليت پر مسئلو باندي وږغېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024