کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان او پاکستان په لومړي ځل نړۍ واله لوبه سره کوي

کرکيټ: افغانستان او پاکستان په لومړي ځل نړۍ واله لوبه سره کوي

د کرکيټ نړۍ والي شورا ويلي چي د افغانستان او پاکستان د کرکيټ ملي لوبډلي به اول وار په متحده اماراتو کي نړۍ واله يوه ورځنۍ لوبه سره وکړي.
راپور وايي دغه لوبه درې مياشتي وروسته د فبرورۍ پر لسمه نېټه د متحده اماراتو په شارجه ښار کي د افغانستان په کوربه توب ترسره سي.

افغانستان ته دا يو بل پرمختګ دئ چي د کرکيټ د نړۍ والو سيالو په ډګر کي يې ترلاسه کوي.
په دې سره افغانستان د کرکيټ د نړۍ والي شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، چي له مخي به يې به د هندوستان، سريلانکا، اسټراليا، جنوبي افريقا، نيوزلنډ، بنګلدېش او نورو پياوړو لوبډلو سره هم دلوبي کولو اجازه تر لاسه کړه.

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي په لږ وخت کي په حيرانوونکې توګه پرمختګ کړى دئ، چي د نړۍ والو ٢٠ آوريزو لوبو په لسو ښو ټيمونو کي نهم ځاى لري.
افغانستان او پاکستان په داسي حال کي يوه ورځنۍ لوبه سره کوي، چي شاوخوا پنځه مياشتي دمخه يې د دې هيواد له الف لوبډلي څخه درې پرله پسې لوبي وبايلې.

د پاکستان ملي لوبډله د کرکيټ تر نړۍ والو مسابقو وروسته د شاهد افريدي او عبدالرزاق په تګ کمزورې سوې وه، خو په وروستيو ورځو کي د دواړو لوبغاړو په بيرته ورتګ يې اوس بيا د کرکيټ د مينه والو پام ځان ته ور اړولى دئ.

يادونه:
د لراوبر ويبپاڼي اداره د ټولو همکارانو په استازيتوب د افغانستان ملي لوبډلي او هيوادوالو ته د دې پرمختګ مبارکي وايي، او افغان لوبډلي ته له پاکستان سره په لوبه کي د برياليتوب دوعاوي کوي.