کور / تازه خبرونه / روزګان : چاودني ٤ تنه وژلي

روزګان : چاودني ٤ تنه وژلي

د روزګان ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي د سړک غاړي ماين چاودني څلور تنه ملکي وګړي وژلي . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند رسنيو ته ويلي چي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي او په يوه زرنځ موټر سايکل کي سپاره ول چي د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کي ورباندي د سړک غاړي ماين چاودنه وسوه او ياد کسان ئې ووژل .
نوموړي دا کار د وسله والو طالبانو بللى خو خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.