هلمند : په هوايي بريد کي ٢ وسله وال وژل سوي

عطاالله محمدي | نوومبر 18th, 2011


د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوه هوايي بريد په پايله کي يو ځانمرګي بريدکوونکى او يو ملګرى يې وژل سوي .
د چارواکو په وينا چي نوموړو کسانو غوښتل چي د دې ولايت پر امنيه قوماندان بريد وکړي او دوى ئې په اړه لا دمخه معلومات لرل چي د هغو معلوماتو پر بنسټ ئې د آيساف د هوايي بريد په پايله کي ووژل .
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024