کور / هراړخیز / ګلونه يادونه

ګلونه يادونه

د مياشت نيمي وړاندي خبره ده، قدر مند مشر\’ قمر راهی\’ خپل مخصوص انداز کښ په فون مخاطب کړم، \”يا هلکه هما خبر ئ، هغه تاج رحيم خو مي درله بيا موندو \”ـ
خدائی شته د راهی صيب په دی خبره زه ډير زيات خوشحاله شوم ځکه چي زه د ډيری مودی نه د هغه په لټون ووم او اوس چي د هغه د بيا موندلو خبر راته راهی صيب راکړو نو ما د پاره دغه بيخی يو زيری وه ـ تاج رحيم د قند د ړومبی دور 1957 نه 1962 پوري دد غی تاريخی مجلی ښه پوخ ليکونکی وه ـ په دغه موده کښ هغه د ګورنمنټ کلج لاهور نه غالبا\’\’ د دولسم کولو نه پس په هيلی کالج آف کامرس کښ د بزنس ايډمنسټريشن طالب علم وه ـ د ړومبی دور په قند کښ د هغه زما د مور باهو په نوم يوه طبعزاد افسانه ، د احمد نديم قاسمی د افسانی \”بيټی بيټيان\”، د زامن لوڼره ، په سر خط ترجمه ، د ناول بنيادونه، او لنډه ډرامه، په عنوان دوه مقالی او د خواږه تراخه په برخه کښ خط چاپ شوی وۀ ـ په دغه زمانه کښ د هيلی کالج د دغي اتلس کلنی زلمی طالب علم، په پښتو کښ ليکلی دغه ټوله اثاثه وۀ ـ
د تاج رحيم افسانه ، زما د مور باهو، د ښکښتی پلاټ، د ناويا ته کردارونو، او د پښتو د افسانوی ادب د مروجه موضوعاتو نه بيخی يو بدل رنګ قيصي وۀ ـ د طنز و مزاح په مالګينه فضا کښ اورلی شوی دا خوندوره افسانه د قند يو ښکلی پيشکش وۀ ـ او رښتيا خبره دا ده چي دغی افسانی، هغه د اياز لاله خبره، روانه بهانده ژبه، او ناوياته موضوع زما زړه ته دومره پريوته چي ما کله په قند د خپلی ډاکټوريټ د مقالی د پاره کار شروع کړو نو د رسالی د قند پاخه قلمی مرستيال په برخه کښ مي د تاج رحيم نوم هم شامل کړو ـ خو د تاج رحيم په حقله زما د معلوماتو بنياد صرف تر راهی صيب دا \”کرښي\” و ي کومی چي د قند خصوصی ګڼه جولائي 1960 کښ چاپ شوي وي ـ راهی صيب ليکلی وؤ


دروند او کلک پښتون ماحول کښ زيږيدلی د دی اتلسو کالو د زلمی فنکار تربيت په پيژنګواله چاپير چل کښ شوي دی نن صبا په پنجاب يو نيورسټي کښ په بزنس ايډمنسټريشن کښ د ډګرئ کورس ته تياری کوی ـ تاج په داسي ماحول کښ اوسی چي د مور نه سيوا ورسره هيڅوک پښتو نه وائي ـ
ولیپه فرانسيسی او روسی ژبی په کلاسيک مئين دا زلمی نن په پښتو دومره مئين دی چي ئ زړه غواړی چي پښتو هم دومره لوړ ادب پيدا کړی چي د لويو لويو ادبونو سر ورته ټيټ شوی ـ تاج په هر ښائسته څيز مئين دی ـ تاج په تنقيد کښ د خلوص قائل دی ـ پخپله نقاد دی ـ خو رجحان ئ ناول طرف ته هم دی ـ لا ئ ناول نه دی ليکلی ولی چه هغه وائي په خيالاتو کښ پختګی او نظر کښ ژورتيا پيدا شی او ليکوال د انسانی فطرت نوغی ته د کوزيدو جوګه شی او د ژوند په ټولو خوږو ترخو پوهه نه شی نو بيا ليکل هسی پاڼي تورول دی ـ که خدائی کړی خير وی نو تجربه، به زمونږ دا
زلمی فنکار په هر څه پوهه کړی او بيا به داسی ناولونه اوليکی چي د ناول له مخه غريبه ژبه به پري فخر او وياړ کوی\” ـ


خو الميه دا اوشوه چي د قند د ړومبنی دور د بنديدو سره سم د تاج رحيم ادبی هلي ځلي هم بيخی ختمی شوی ـ يو
خو د هغه څه تعليمی مصروفيات ورته په لار کښ خرنډ شو او څه بيا په کال 1964 کښ هغه د چارټر ډ اکاؤټنسی د پاره انګلينډ ته لاړو نو د پښتو ليک لوست سره ئ رابطه ختمه شوه ـ
زۀ چه د خپلی مقالی د پاره د هغه په حقله د معلوماتو په لټون شوم نو ښه ګرانئي ته سيلمه شوم ـ راهی صيب ما ته دومره قدري ووی چي تاج رحيم د باجکټی، بونير اوسيدونکی دی، د قند د ړومبی دور، اشاعتونه چي روان وۀ، نو په دغه زمانه کښ د تاج رحيم مشر ورور تاج محمد دلته د مردان د زراعت په محکمه کښ فيلډ افسر وۀ ـ په دغه وسيله به تاج رحيم کله نا کله په مردان کښ هم پاتی کيدو ـ يوه ورځ ئ چرته د بکټ ګنج مردان په يو بک سټال د قند ګڼه په نطر راغله نو خوښه ئي شوه ـ او
دغه شان د قند د پاره ئي خپل وړومبی مضمون د ناول بنيادونه وليکلو د دغی نيمګړی او تار تاريز معلو ماتو د تکميل د پاره ما د زراعت د محکمي يو افسر ملګری ته د تاج محمد د درک د پاره او وی ـ هغه باجکټی ته خپل يو اهل کار او ليږلو او صرف دومره قدري پته اولګيده چي تاج محمد نن سبا پنشنی شوی دیاو چرته په اسلام آباد کښ اوسی ـ فيض الوهاب فيض او زما زوی عطمت هما لاهور ته لاړل ـ د هغه په زوړ درک ګلبرګ کښ ورپسی وګرزيدل، کامرس کالج لاهور کښ ئي تپوسونه اوکړل، خو هيڅ زياتی معلومات ئي تر لاسه نه کړی شو ـ نۀ يم خبر چي د تاج محمد د اسلام آباد د فون نمبر د کوم ځائی نه زما په لاس راغی ، وړومبی ورسره اياز لاله خبری اوکړیاو بيا يو ه شپه ورسره ما ښي اوږدی خبری اوکړي ـ هغه خبر کړم چي تاج ړحيم په انګلينډ کښ چي کله تعليم مکمل کړو نو بيا کينيدا تا لاړواو د تيرو دريشت کالو نه ( دا د کال 2000 خبره ده ) هغلته ښه پوخ ديره دی ـ زما د اصرار باوجود نه يم خبر چي تاج محمد ماته د هغه د کينيډا درک ولی را نکړو ـ دا تاج رحيم وه چي کم او زيات پوره پنځوس کاله پس ئي د راهی صيب سره په فون رابطه وکړه او راهی صيب زه د قند يو ورک ليکونکی د بيا موندلو نه خبر کړم ـ بيا چه کله د تاج رحيم سره زما په انټرنيټ رابطه اوشوه نو د زوړ وختونو بي شميره خواږه يادونه مو د يو بل سره وويشل، ما چي تري تپوس اوکړو، دا راهی صيب څنګه درياد شو ؟ نو وي وئيل په انټر نيټ مي د مردان رساله پاڅون وکتله، مردان ډاټ کام ته اورسيدم، او د هغوي نه مي فون نمبر واخستو دا د مردان ډاټ کام برکت دی، چي نن دا دی تا سره هم خبری کوؤم ـ د کال 1958 اتلس کلنی زلمی لخيره د اوياؤ کالو ته نزدی پوخ سړی دیـ په سور سپين صحت مند مخ ئي ښه ښکلی تکه سپينه وړه وړه ګيره ده ـ په کينيډا کښ د خپل زوزاد سره خوشحاله او سوکاله ژوند کوی وائي چي ټول ژوند مي د انګريزي سره تير شو، خو پښتو مي هيره کړي نه ده ـ نثر ليکم او زان له پکښ شوقيه شاعری هم کوم او داسی د پښتو سره زان مشغول ساتم تاج ړحيم د مولانا جلا الدين رومی شيدائي دی ـ د هغه د فکر په تاثر کښ ئي يو آزاد نظم \” ځه څه يم \” ليکلی دی ـ د مولانا روم، په مينه کښ زان ته درويش هم وائي ـ


زما خوشحالی لکوټی د هغه نه زياته په دی ده چي هغه د قند دريافت وۀ ـ او د قند سره تړلی د هر هر ليکونکی په ليدو يا هغه سره په خبرو زما په ذهن کښ لکه چي د يادونو ليتکی روښانه شی، قند يوه يادګاره مجله وۀ ـ د هغه هر قلمکار ما د
دپاره يوه ناوياته ملغلره ده\” ـ
مياشتنۍ \”ليکوال\” پيښور ـ مئ 2011