کور / هراړخیز / د دوديزي لوئى جرګي دومره مخالفت ولي…؟

د دوديزي لوئى جرګي دومره مخالفت ولي…؟

په افغانستان كښې ددو ديزه لويه جرګى د چارشنبى په ورځ څخه پيل شوه  چي دوه ټكى ايجنډا لري لومړى دامريكا سره اسټراټجيك تړون خبري وشې او دويم په افغانستان كښې دبشپړه سوله راشى او داسي لاري چاري وتراشل شې چي د ۳۲كلو څخه  روانه جګړه وپائى ته ورسيږي په دي لويه جرګه كښې تر دوه زره زياته استاځي دهيواد دګوټ  ګوټ  څخه  راغلى دي او په دهغه دوه ټكى ايجنډباندى خبر اتري كوي لويه جرګه كښې چي سپين ږيري مخور دينى پوهان پخوانى جهادي مشران دمدنى ټولنى استاځى دپارليمان غړى او دښځويو لوئى شمير هم ګډون پكښې لري دوي پخپلو كښې ۴۰ كميټى جوړي كړي دي او دوي په دهغه كميټو كښې جلا جلا غور كوي چي هر كميټى يو مشراو يو سكيټر لري چي ددي لاري دوي وكولى شي چي د دهغه كميټو دلاري خپل نظر و او روي او ولوئى غونډي ته وړاندى كړي ددهغه څلويښت كميټو وړاند يځونه به سره راټو ليږي او بيا به دخالى په ورځ(نن) د جرګى په تالار كښې به ددوه زره زياته استاځوو مخ ته وړاندي كړل شې او وروسته بڼه به وركول كيږي چي بيا به ولسمشر حامدكرزئى خپله وروستى وينا به ګډون والو ته واوروي تاريخ  داښوولى ده چي جرګه دافغانانو دپاره ډير ارزښت لري او ددي جرګه دلاري افغانانو ډيري ګرانى او پيچلى لانجى اواري كړي دي ولكه كه هغه باندنى لانجى وي او ياكه كورنى او دافغانستان تاريخ د داسي ارزښتونو څخه ډك دي چي هر وخت افغانان دلانجو سره مخامخ شوي دى دوي دا اوسنى جرګى وارو جرګى راغوښتى او خپلى لانجى يې اواري كړي دي.


                            افغانستان چي د اوخت د ډيرو ناخوالو اولانجو سره مخامخ دي و داسي جرګى ته اړتياوه نو ځكه دا اوسنى جرګه راغوښتل شوي ده ددي سره سره چي ګاونډيانو په  باندنيو هيوادو كښې ميشته مخالفينو او پخپله په افغانستان كښې دننه افغانانو چي په حكومت كښې هم شتون لري ددي جرګى سره كلك مخالف ښو ولى وو او په افغانستان كښې دننه چي ځان د دولت اپوزيشون ګڼې خو په دولت كښى د دوي برخه تر نورولږ نه  ده دوي هم خپل كلك مخالفت كړي وو طالبان چي د دوي درك و چاته څرګندنه دي دوي خبر داري وركړي وو چي دوي به دهغه جرګه سره ګډو ډه كړي په بله ماناويني به پكښې وبېوي وځان ته دطالبانو ويان ويونكى دهغه خبردار ي په ډير زوو نړۍ والوته اورولي وو آن داچي د دوي په نامه په روانه لويه جرګه دوه توغندي هم وتوغول شول خو دخيره سره هغه ددوي هدف ته ونه رسيدو خبره او پوښتنه دار او لاريږي چي دهغه او به او اور څنګه سره يو ځائى شول چي دوي په ګډه دروانى جرګه مخالفت په يوه وارسره وكړي داځان ته  بيل مجلس دي كه وخت وو په دي به بيا خبري وشي


                  د درو  ورځو دجرګى دغونډو او د دوي دخبرواترو څخه داڅرګنده شو چي افغانان په حسيت ديوه ملت دوي په هره بيه په خپل هيواد كښې سوله او امنيت غواړي كه دافغانانو ترټو لو لوئى دښمن هم ودوي ته د اباور  و ركړي چي سوله به ورته راولي دهغه ټول افغانان كه هغه په لركښې پراته دي او كه په بر كښې دوي به په دهغه لوئى دښمن پسې شې كه څه هم دښمنان په افغانستان كښې نه سوله راوستل غواړي نه د دوي مخه سوله ده. خو افغانان د ۳۲دپريديود جګرو څخه دومره ستړي شوي دي او دومره مالى او ځائى زيانونه او بى ارزي يې وړى دي چي په تاريخ كښې ډير لږ ساري ليدل كيږي خو داخبره هم په يادكښې ساتل په كار ده چي سوله او امنيت دلراوبر افغان لومړى غوښتنه ده او داكار يواځى هم دوي كولى شى د باندنيانو  په هيله دي نور ورانى نه كوي؟


                 په كار دي چي ددي جرګى دنني حالاتو هر سړي ځان خبر كړي چي دافغانانو غوښتنه څه ده؟  هر هغه څوك چي ددي هيواد او ددي ملت ښيګڼه غواړي هغه دي دولس وغوښتنو ته سرټيټ كړي ځكه چي وخت مخ په وړاندي روان دي ارتقاء روانه ده نن چي څه دي هغه سبا نشته او هغه ملتونه په نړۍ كښې خپل شتون ساتلي شي چي هغه دنړۍ والو سره ګام په ګام او وږه په  وږه روان وي خو خپلى ملي ګټى يې په نظر كښې وي نو دوي كولى شې چي  پنځه  خپلى غوښتنى په نور و ومني او پنځه دنورو د  ومني هم ود هغه ته سياست ويل كيږى خوكه څوك وديوال ته سره ونيسي نو به  دسردماتيدو په چپه بل څه ترلاسه نه كړي دوديش كاله دهغه خوار  ولس كه هغه په لر كښې دي او كه هغه په بركښې دي دنورو دجګړو څخه ددي په چيه بل څه ترلاسه كړو بيله ددي چي دسر سړي دلاسه وركړي ولس و وژل شي اوبى ناموسه شې او دنورو ملكو خاوري په سرباد كړي يا دنورو چي پخپله مهتران دي ددوي مهتران شې دهيواد هر څه يې وران شي او په حيث ديوه ملت دوي دنورو په اسره كښينې په كار دي چي يو دبل مجبوري ځان ته څرګندي كړي او خپل غم دخپل سره ګډ كړي او په ګډه په يوه ټغر سره راټول شې او يوه كړنلاره ځان ته وټاكى اسلام هم موږ ته دالارښوونه كړي ده او افغانيت هم داښووله ده چي پخپلو كښې مشوري وكړي پخپلو كښې جرګى وګړي او پخپله ځان ته لاره پيدا كړي نورو موږ ته هيڅ نه راكوي خو كه بيا هم موږ سترګى پټى كړي دي نو لوئى څښتن (ج) دي په موږ رحم وكړي خو لوئى څښتن هم د حركت لارښودنه د پوهى لارښودنه دولس دښيګڼى حكم كوي.


              روانه جرګه چي هر څه ده په دي موږ خبره نه كوو خو داسلام او افغانيت په رڼا كښې كه موږ ورته وګورو نودا يو ښه عمل دي دلراوبر څخه تر دوه نيم زره پورى افغانان سره يوځائى شول دوي دولس  ږغ  ددي جرګى دلاري وخپلو چارواكو ته ورسوي ولكه هغه مخالفت وي ونړۍ والو ته داڅرګنده كړه چي افغانان داسي دود لري چي په يوه ټغر سره راټوليږي خپل وړانديځ بيله دويري ونورو هيواد والوته  ايږ دي څونى به ښه وي چي هغه چا چي  ددي جرګى سره مخالفت ښكاره كړي دي چي يا خو دوي په دي جرګي كښې برخه لرلي وي  خپل دريځ يې ولوئى جرګى ته وړاندى كړي وي او كه داهم نه وي كرار چري چي ناست وو هم الته پاته شوي وي خوداګواښ يې نه وي كړي چي دوي به جرګه سره ګډو ډه كړي يادا چي ويني به په جرګه كښې وبېوي چي هغه هم د دوي په نامه ددووتو غنديو په بڼه وشو خوپوښتنه داده كه دهغه دوي توغندي لګيدلى هم وي نو څوك چي وژل شوي او ژوبل وى هغه به څوك وي؟