کور / تازه خبرونه / د يوه ځانمرګي په ګډون ٥ وسله وال ونيول سول

د يوه ځانمرګي په ګډون ٥ وسله وال ونيول سول

د کندهار دملي امنيت کارکوونکو په کندهارښار او ولسواليو کي ديوه ديارلس کلن ځانمرګي بريد کوونکي په ګډون ددولت پنځه وسله وال مخالفين نيولي دي.
ددې ولايت دملي امنيت چارواکي وايي،چي ياد کسان يې دکره استخباراتي معلوماتو په بنسټ په کندهار ښار او ولسواليو کي د ځانګړو عملياتو پرمهال نيولي دي.
دسميع الله نوم دسپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى ،چي دديارلسو کلونو په شاوخوا کي عمرلري او د پاکستان دکويټي ښار په چمن ښارګوټي کي ديوه تن له لوري ځانمرګي بريدکولو ته تشويق سوى رسنيوته وويل،چي مخکي يې په مستري خانه کي کار کاوه او کله چي يې لوبي کولې دملاحبش په نوم يوه تن له لوري ورته دځانمرګي بريد دترسره کولو وويل.
دملي امنيت کارکوونکو هغه څلورتنه هم رسنيو ته وښودل ،چي پرکورنيو او بهرنيو ځواکونو يې وسله وال بريدونه ترسره کول.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .