کور / شعر / موږ خو غواړو خفه نۀ شي دَ هغو څوک

موږ خو غواړو خفه نۀ شي دَ هغو څوک

موږ خو غواړو خفه نۀ شي دَ هغو څوک
قاتلان چې دي زموږ دَ خوشحالو څوک
 
چې پرې فخر اوکړی دا کم عقل توب دی
صفتونه چې دي اوکړي پۀ پيسو څوک
 
اغيار داسې ورله زړۀ دی ترې تور کړی
څنګه پوهه به پښتون کړي پۀ پښتو څوک
 
ستا دَ لاس چې پکښې نۀ وي نه ئې اخلم
کۀ ګلونه راله راوړي پۀ دلو څوک
 
اوچت شوي هغوئ ډېر عمر بيا نۀ دي
غورځېدلي چې دَ چا دي پۀ ښېرو څوک
 
چې مې خپل نۀ ګڼي زۀ ترې ګېلې نۀ کړم
پۀ دی دور کښې ساتې خيال دَ رشتې څوک
 
ستا ډالۍ زما نه ياره نۀ هيرېږي
درلېږمه ئې خو نشته دَ درړو څوک
 
دَ جنت مينې دی حال ته رسولي
لکه مياشت چې وي وهلي دَ بادرو څوک
 
څۀ خبر دي څوک چې څومره خوشحالېږي
پۀ تواب چې لږه مينه کړي پېرزو څوک