کور / شعر / مرور

مرور

زړګیه نه پېږمه څرنګه دا غم راغلی
له هر چا تېر شولو بس ما باندې ماتم راغلی


خېر دی پوښتنه به ترې وکړم پروا نلري
جانانه مینه درسره ده که ستم راغلی ؟


د هر چا سترګې راته ډکې له کینې نه شولې
دې بدنظرو وړاندې خواته مې صنم راغلی


ته به وا، ما جوړې د دوي په مال قبضه کړې ده
خدایه ویشتو ته مې د کلي ټول عالم راغلی


جانانه ته راته یادېږې او که بل څه شوي ؟
نه پېږم ولې مې له سترګو څخه نم راغلی ؟


رېباره ورشه ورته وایه چې خولګۍ دې غواړي
دا لېونی ( معروف ) نن ستا کوڅې ته هم راغلی
۱۵-۹-۲۰۰۹