کور / شعر / پـخې خـــــــــــــبـري

پـخې خـــــــــــــبـري

پـخې خـــــــــــــبـري
پخوانئ پخې خبري
راته ډ یري دي سپیڅلي
متلونه پاخه شوي
ترکرودي راوتلي
دهرچا زړه ته لویدلي
دافغان با توره کوره
ناخبر د خپله زوره
میړني دي شوه کمزوره
د شملې ګل دي ورک شوی
پخوانئ پخې خبري
غم ټغر دی غوړولی
زړه زما غلبیل غلبیل شو
پاچهي د ټپـوسا نو
دورنګي ده دروسانو
د پرد یوپیښې کیږي
ستا نه ډیري ګیلې کيږي
خپل پر کور توطئې کیږي
څوک وایي وږی نس ښامار دی
پخوانئ پخې خبري
مخ په مخ راته یاري ده
سر مي ورک سنګر مي ورک دی
د جولاي عـقـل حاکم شو
خپل دهوډ څخه تیر شوی
عـزم نسته که هیر شوی
تا دعلم امسا څه  کړه
ارزښتونه دي لمبه کړه
یا دي نورو ته تحفه کړه
ناراستي دځان نیستي ده
پخوانئ پخې خبري
سیا ست زده کړه په مفهوم کي
دوست دښمن پکښې کي نسته
نه دي پیر شته نه فقیر شته
عقل څه وخت پکاریږي
د بې عقل تخت نړیږي
د پروند ګد ا پاچا شو
په خپل کړو باندي رسوا شو
چي وخپل ځانته بلا شو
د ټا نټوپه کټ کي ناست دی
پخوانئ پخې خبري
ټیل ما ټیل دی په وطن کي
د توري شپې په غلا کي
نور پرد یا ن راته ماهر شوه
مدعي راڅخه ورک دی
د پلــــزن ورپسې څرک دی
هره شپه چي ښه تیاره شي
نژدې دوست راته لیوه شي
زما پر ورور خیال د پسه شي
زړه غمجن شي سترګي ژاړي
پخوانئ پخې خبري
لږ منه د نوروکله
تل د زورد پا سه زور سته
هم د سر د پا سه سر وي
د ولس نه دي څه زده کړه
ښه یې زده کړه بیا کوزده کړه
ته د با د پر نیلي سپور یې
نا خبر د کلي کور یې
نـن د خپل خاوري پیغور یې
کا ل دي تیر شو په لکړه
اوس ضرور ده ښه کـکره
پخوانئ پخې خبري
راته غم د پا سه غم دی
زما پر غاړه نـن چاړه ده
سورغمی راته پیدا کړه
په دوستي کي دښمنان شته
پر بغل دي غـــلیما ن شته
تیري شوي څپې پریږده
ځانته نوي چارې کښیږده
دازار نه زړه کي رېږده
زه په تمه ته بیغه
اما نزی دي نه منمه


امانزی ناروي ۱۵ نومبر ۲۰۱۱