اشرف غني احمدزي د وردګو د چارواکو سره وکتل

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011



لراوبر ته د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي دنړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته دامنیت دپروسې په دویم پړاو کې دانتقال دپروسې مشر ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزې دملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو،ملي امنیت ریاست او دسیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې داستازو په ګډون دنوموړې پروسې دلا پياوړې کولو او ددې ولایت قومونو،علماو، روڼ اندو،ځوانانو،دولتي مسولینو او ښځو سره دژورو بحثونو او اندونو په موخه سفر وکړو.


ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او ورسره مله پلاوې دولایت والي محمد حلیم فدایي، دنهو اداري واحدونو ولسوالانو او اړونده ادارو ریسانو سره په کتنو کې د انتقال دپروسې په دویم پړاو کې دهغو ولسوالیو او سیمو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړي او د نوموړې پروسې دلاپیاوړې کولو په موخه یې د دوۍ نظرونه او وړاندیزونه  واوریدل ترڅو ستونزو او موجوده خطرونو ته په کتو په داسې لارو چارو غور  وشي ترڅو د غه ملي پروسه په بریالیتوب پای ته ورسیږي.


په خبرپاڼه کي دا هم راغلي چي قومي مشرانو، ځوانانو،ښځو او علماو په خپلو خبرو کې د امنیت دانتقال روانه پروسه د ټولو افغانانو یو ستر ارمان وبللو او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړو نوموړو وویل(څرنګه چې وسلوال مخالفین دخپل جنګ او جګړو یوازینې بهانه بهرنیان بولې نو د دوۍ په وتو به د وسلوالو مخالفینو دا بهانه هم ختمه شي) .


 راغلي پلاوې وروسته په نرخ ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ دمشرانو او استوګنو سره هم ولیدل او دنوموړې پروسې په اړه یې دغونډې دګډونوالو نظرونه هم واوریدل.


  ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او ورسره پلاوې ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت دقطعاتو څخه هم لیدنه وکړه او دامنیتي ځواکونو سرښندنې یې وستایلې.


 په پای کې دولایت دمقام او  ولایتي شورا لخوا انتقال دپروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته  دعزت پکړۍ او ډالۍ  ورکړل شوې ، د يادولو وړ ده چي اشرف غني احمدزی چي د تيرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ولسمشر کرزي سيال او د پاليسيو مخالف و ، په ټاکنو کي تر ناکامه کېدو وروسته د ولسمشر کرزي په اداره کي په کار بوخت سو ، د نوموړي دې کار ته يو شمېر افغانان په ښه سترګه ګوري ، ځيني نور چي دده د برياليتوب دعاګاني يې کولې د کرزي په اداره کي دده د ماموريت سره سخت مخالف دي .

Copyright Larawbar 2007-2024