کور / نثر / څه عجیب خلک دي!

څه عجیب خلک دي!

په ښکاره ډیر خړ پړ او د یو ډير عادي انسان په شان ښکاري


خو په باطن کې د ژوند دفلسفي یو لوی سمندر وي  او  له نورو خلک ډير توپیر لري .


څه عجیب خلک دي  !


ډیر داسې څه وي چې زموږ په زړونو کې وي خو په الفاظو یې نه شو بیانولی خو دوی یې په ډیره خوږه ژبه هماغه څه  وایې هماغه دزړه خبره په الفاظو کې داسې راوړي ته به وایی ګوندې زړه خبرې کوي.


څه عجیب خلک دي !


ښکلو ته موږ هم ګورو او دهغو اداوی خوند راکوي خو دوی یې د زړه په سترګو ویني  او ډیر څه چې موږ په کې نه وي لیدلي دوی یې ګوري دوی ورته په دومره ځیرکتیا سره ګورې چې د بڼو او دپیزوان د پرو شمیر هم ورته معلوم وي.


څه عجیب خلک دي !


د ښکلا توصیف هر څوک کوي خو دوی یې په داسې الفاظو کوي چې ښکلي هم ځانته حیرانه وي او ښکلا د ځان په فکر ډوبه شي.



څه عجیب خلک دي!


د ټولنې په ناخوالو هر څوک پوهیږي خو دوی یې چه څنګه راسپړي هغسې پري هیڅ څوک نه پوهیږي دوی ناخوالې داسې بیانوي لکه په ګبین ککړ مورچکی.


څه عجیب خلک دي


!موږ له ابادۍ او ښارونو خوند اخلو خو دوی دچینار لاندې ، دغره په لمن کې او په یواځیتوب کې خوشحاله وي.


څه عجیب خلک دي  !


موږ تل دخپل ځان صفت کړی خو دوی تل دخپل جانان صفت کوي موږ په خپلو سترګو لیلا ته ګورو خو دوی دلیلا په سترګو کې ځان لټوي.


  څه عجیب خلک دي!


موږ تصویر یواځې ګورو خو دوی دتصویر سره خبرې هم  کوي


خو یاره بس څه به  مو سر خوږوم دا شاعران څه عجیب خلک دي