کور / شعر / زيري

زيري

تاته مې ياره لپه کړي په دعا لاسونه


خدای ج دې له تانه لرې ساتي د بلا لاسونه


زېريه اشنا زما د زړه هره درزا کې اوسې


لکه سلګۍ زما  په ډوبه ډوبه سا کې اوسې


داسې ګڼمه لکه ته چې مې په خوا کې اوسې


رب ج دې زموږ ترمنځ پيدا نه کړي دچا لاسونه


خدای ج دې له تانه لرې ساتي د بلا لاسونه


« « «


زده کړه پرې  نږدې زده کړه ياره خامخا پکار ده


د دې وطن  په تاريکيو کې رڼا پکار ده


تاخو خوړلی  نه يم ستا دغه دعا پکار ده


خدای ج دې پاچا کړه چې دې ښکل کړمه اشنا لاسونه


خدای ج دې له تانه لرې ساتي د بلا لاسونه


« « «


مسافري سخته خواري ده خير دی تېره به شي


دننګرهار  سخته ګرمي ده خيردی تېره به شي


زما او ستا  چې جدايي ده خيردی تېره به شي


يو وخت  به راشي چې به واچوې پرما لاسونه


خدای ج دې له تانه لرې ساتي د بلا لاسونه


« « «


زه انتظار ستا د راتللو د نېټې کومه


هره شېبه زبيرګي زبيرګي ځان ته ښېرې کومه


خوب مې الوتی  دی جانانه شوګېرې کومه


ستا بېلتانه  راته تړلي دي تر شا لاسونه


خدای ج دې له تانه لرې ساتي د بلا لاسونه