کور / کیسه / ملګري ملتونه

ملګري ملتونه

ډزې ورو ورو کمېدې. ګڼه ګوڼه هم لږېده. مخکنۍ ستره ډله خلک په وړو ډلګيو بدلېدل؛ خو وضعیت لا هماغسې ترینګلی و. د ډېريو سترګې لا هم وتلې وې او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول.


جمال وارخطا دېخوا ها خوا کتل. د ګڼو سرونو تر شا یې څو کسه ولیدل، چې یو کس یې له ولو نیولی او د موټر په لور چټک روان وو. پر لاسونو یې د کسانو تر منځ لاره جوړه کړه او ځان یې هغوی ته ورساوه. لاندې پر وینو ککړ مخ ته ځیر شو، له ځان سره يې وويل:


دا هم نه دی.
ناهیلي یې شاته وکتل. سترګې یې پر هغه ملګري ولګېدې، چې له دوی سره ګډ راغلی و. پر ولي یې لاس کېښود:


اصف ورک دی، تا نه دی لیدلی؟
زه یې هم له ډېره لټوم…
دا به څنګه شي؟ پلار ته به یې څه ځواب وايو؟
هغه خو له مظاهره چیانو سره دننه ولاړ.
زه هم تلم؛ خو ډزوډوز زیات و، بېرته په شا شوم.
ته شفاخانې ته لاړ شه، زه به یې دلته ولټوم.
جمال ښي او کيڼ لور ته وکتل او پر سړک یې چټک ګامونه واخیستل. سترګې یې په یوې ټکسي ولګېدې، چې د څو نورو لاریون کونکو له خوا درول شوې وه. منډه یې کړه او ځان يې په زوره په کې ځای کړ. د روغتون له مخې سره ښکته شو او ژر ژر د روغتون د بېړنۍ درملنې خونې یا ایمرجنسي سیکشن ته ولاړ. ډاکټرانو څوک نه پرېښودل؛ خو ده لکه نورو لاریونکونکو له احساساتو څخه کار واخیست او په زوره د ټپیانو خونې ته ننوت. په چپرکټونو پراته ټپیان يې له سترګو تېر کړل؛ خو جمال يې په کې ونه موند. مخامخ د مړیو خونه وه. له پنځه شپږ مړیو څخه یې څادرونه پورته کړل؛ خو د جمال څېره یې پیدا نه کړه.


د روغتون انګړ ته راووت، په مبایل کې یې د ملګري شمېره دایل کړه:


هلو زلمیه اورې؟
جماله! څه دې وکړل، اصف دې پیدا کړ؟
نه! دلته نه و.
دلته ډېر پولیسان راغلل؛ نفران نیسي!
زر ځان وباسه!
٭٭٭


اصف د خپل کلي په دولسم ټولګي کې و. د کانکور د ازموينې لپاره يې د ښوونځي د لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو کتابونه يې راغونډ کړي و او ډېری وخت به يې د هغوی په مطالعه تېراوه.


اصف او جمال به ټولګي کې څوکۍ څنګ تر څنګ اېښودې. د کلي په دوکانونو کې به ګډ ناست وو او ان جومات ته به هم د لمانځه لپاره ګډ تلل.


يو مازيګر يې په جومات کې د نوي امام د ليدلو لپاره تلوسه وه. ويلې چې امام له پېښوره راغلی او ډېرې دينې زده کړې يې کړې دي.


امام د جومات په محراب کې مقتدیانو ته مخ واړوه. دواړه لاسونه يې پر سپین مخ او تورې اوږدې ږيرې کش کړل، بیا یې مخې ته لپه کړل او په ژړغوني غږ يې وویل:


خدایه ته دا مردار مخي کاپران په خپل عذاب کې ګرفتار کړې. دوی د اسلام او د قران ورکې پسې راخیستې ده. ته مسلمانانو ته قوت ورکړه، دوی له اسلام نه مدافع وګرځوې…
مولانا سپینه غټه پګړۍ له خپلو تورو اوږدو څڼو پورته کړه، پر تندې يې څو تاره وېښته پرې شاته کش کړل. په ښی لاس تر سپین څادر لاندې له نیم پټ تور واسکټ څخه اوږدې ژېړې تسپې راواخیستې او له اسویلي سره یې وویل:


د شمال مسلمانان بې همته دي. دلته کاپران بېغمه چکرې وهي، ته وا چې خپل ملک يې دی. خبر یاست، د کاپر په وژلو د جنت دروازې خلاصېږي؛ په جنت کې حورې د مومنانو انتظار باسي. که همدسې په زړه کې مو د کاپر د وژلو هڅه وکړه؛ نو پر تاسې دوزخ حرامېږي. جنت…
اصف کورته راغی. شپې يې له نورو شپو توپير درلود. کتابونه يې مخې ته ګډوډ پراته وو. پر زنګنونو يې د لاسونو پر سر زنه ايښې وه او سترګې د کوټې پر غولې ښخې کړې وې. ناڅاپه يې تلفون ته يې زنګ راغی:


اصفه! سبا ته مزار ته ځو.
ولې؟ څنګه ځو؟
په مزار کې مظاهره ده او د جومات ملا ويلي، چې ټول ځوانان بايد په کې برخه واخلي.
ښه ګورو به!
سهار لس بجې وې. د اصف دوی د کور دروازه وټکېدله. ور يې خلاص کړ، پر جمال يې سترګې ولګېدې:


ژر شه، چې ناوخته کېږي.
مظاهره څه وخت ده او د څه شي لپاره ده؟
مظاهره د جمعې له لمانځه بعد ده؛ خو نپوهېږم د څه لپاره ده. مقصد د اسلام په ګټه خو ده.
اصف او جمال له خپل درېیم ملګري سره په ټکسي کې سپاره شول. د مزار ښار په بلخ دروازه کې کوز شول. د روضې په لور له روان جوپو جوپو خلکو سره یوځای شول. د روضې په تشنابونو کې د اوداسه لپاره ډېر ټال شول؛ خو د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره د روضې انګړ ته په سهي وخت ورسېدل.


له لمانځه وروسته د خبرو لپاره ستېج او مايکونه برابر شول. ملایانو د تبليغونو لپاره تياری نيوه. خلک جدي ښکارېدل. د خلکو تر منځ ځای ځای جنډې ودرول شوې، چې د امریکا ضد شعارونه پرې لیکل شوي وو. ورو ورو د خلکو شور زیاتېده. ملا د تبليغ لپاره ستېج ته وخوت. په خبرو کې ناڅاپه احساساتي شو. خلک هم احساساتي شول. د هغه هرې جملې پسې د ((الله اکبر)) او د امریکا ضد شعارونو ګډ اوازونه پورته کېدل.


ملا په لوړ غږ وویل:


د امریکا په پلوریډا کې کاپرانو قرانکریم ته اور ورته کړی. هغوی اسلام ته سپکاوی کړی. اسلام زمونږ ناموس دی! اسلام مو هرڅه! مسلمانان به نن ورښيي، چې په اسلام له خپل سر نه هم تېرېدای شي…
لاندې د لاسي لاوډسپکېرونو څخه ناره شوه:


الله اکبر! مرګ به امریکا! مرګ به خاین بزرګ، تېرې جونز!
اصف او جمال له ګڼو نورو سره هم ورته غږونه او چیغې ووېستې. ملا بېرته وینا پیل کړه:


هر چېرته چې یاست! راشئ! په خبرو له اسلام څخه دفاع وکړئ! په قلم له اسلام څخه دفاع وکړئ! په وسلې سره له اسلام څخه دفاع وکړئ!
٭٭٭


د حضرت علي د روضې له جنوبي دروازې څخه زرګونه پارېدلي خلک راووتل. د امریکا جنډه، د اوباوما او تېرې جونز تصویرونه یې له ځان سره وړل. په سر کې د جنوب په لور چټک چټک روان وو؛ خو ژر په منډو شول. پولیسو يې څو ځایه د مخنیوي هڅه وکړه؛ خو دا لکه سېلاب په هېڅ نه ګرځېدل. د ذبیح الله شهید پر څوک راوګرځېدل. یوې جګې کلا ته ودرېدل. د کلا د دېوالونو پر سر اغزن سیم راتاو و. د کلا پر ودانۍ د ملګرو ملتونو جنډه رپېده او په دروازه کې يې وسله وال ګوته پر ماشه ولاړ و.


اصف د يو بل مظاهره کوونکي په لاس کې اورلګېد ورکړل. د اوباما لوی تصوير يې سوځاوه؛ خو هغه سم اور نه اخيست. څنګ ته يې پام شو، خلکو د سړک د غاړې له کاڼو لمنې ډکولې. دی هم کېناست او لمن يې ترې ډکه کړه؛ خو یو ناڅاپه ډزې وشوې. زر يې مخ ورواړاوه. څو کسه کلا ته د ننوتلو هڅه کوله؛ خو پولیس يې د مخنیوي لپاره هوايي ډزې کولې. شېبه وروسته ګڼ خلک د کلا دروازې ته ولاړ و او  د کلا په لور يې کاڼي وارول. يو دم مظاهره کوونکو لکه سېلاب د پوليسو کړۍ ماته کړه او پر کلا ننوتل. اصف هم دننه ولاړ، د نورو مظاهره کوونکو په څېر يې سپين موټرونه پر کاڼو ويشتل او شيشې ورماتولې. ډزو ډوز زور واخيست.  د کلا له منځه لوخړې پورته شوې. د خلکو چيغې او زګېروي اورېدل کېدل…


***


يوه مياشت تېره شوه؛ خو جمال ته ښوونځي خوند نه ورکاوه. له اصف پرته ټولګی ورته خالي برېښېده. د دوکانو ناستې او په جومات لمونځونه يې کم شوي وو.  تل يې له ځان سره ويل: ((کاشکې مې اصف ته زنګ نه وهلی. کاشکې مې مظاهرې ته نه وای تللی. کاش مې ملګرو ته نه ويلی وای…))


يو ورځ بيا چورتونو ډوب کړی؛ خو ناڅاپه څک شو، د راډيو غږ يې پورته کړ: ((په بلخ کې د يوناما د حملې په تور نېول شويو ۲۰ تنه تورنو محکمه ترسره شوه. په يادو کسانو کې درې تنو ته د اعدام او نورو ته د بېلابېل قيدونو جزا واورول شوې. په اعدام شويو کې يو تن د بلخ ولايت اوسېدونکی اصف نومېږي…))