کور / z_buitenland_news -- 5 / د خلق ګوند مشر په يوه بله دوسيه كښي هم بې ګناه وبلل شو

د خلق ګوند مشر په يوه بله دوسيه كښي هم بې ګناه وبلل شو

لراوبر – لو پښتونخوا



دپيپلز ګوند مرستيال مشر اصف زرداري  په يوه بله دوسيه كښې هم بې ګناه وبلل شو دراپورونو ترمخه دكراچۍ يوې محكمې اصف على زر دارى دجسټس \”ر\” نظام  الدين احمد دقتل يا دوسيه كښې بې ګناه بللۍ دى  جسټس \”ر\” نظام الدين هم په كال 1996 كښې وژل شوي وه تر دي وړاندي داصف زرداري وكيل  شهاب الدين اعوان دليل وړاندې كولو سره عدالت ته  وويل  چى  دنظام الدين احمد د وژلو پيښه  د جون دمياشتې پرلسمه نيټه به كال 1996 كښې د فيروز اّباد په سيمه كښې  شويده له تيرو څلوركالو څخه  پردغه  دوسيه بحث روان وه جسټس  نظام الدين په خپله قاضي وو او دده ځوى وكيل وه ديوسازش لاندي   پراصف زردارى د قتل تور لګول شويدى تيره ورځ عدالت خپله پريكړه واوروله  اواصف زر داري يي بريالى اعلان كړ.