کور / تازه خبرونه / پروان : ١٤ ماشومان د تښتوونکو له منګولو وژغورل سول

پروان : ١٤ ماشومان د تښتوونکو له منګولو وژغورل سول

د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د تښتوونکو له منګولو ئې ١٤ ماشومان ژغورلي . د چارواکو په وينا چي ياد کسان تښتوونکو په دې موخه برمته کړي ول چي تر څو ئې پاکستان ته بوزي او هلته ورته په افغانستان کي د جنګ په اړه روزنه ورکړي .
د دې ولايت د والي وياند روشنا خالد په دې اړه رسنيو ته تېره ورځ وويل چي د يادو کسانو عمرونه د ٨ کالو څخه تر ١٢ کالو پوري دي . نوموړى وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.