کور / هستوي فزيک / د یوارنیمو په هکله لنډ مالومات

د یوارنیمو په هکله لنډ مالومات

د یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه آلماني کیمیاپوه لخوا په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول، دا یورانیم دپخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي وؤ. یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ زیږدیز کال کې د فرانسوي عالم پلیګوت لخوا تجزیه شول او په ۱۸۹۶ زیږدیز کال کې د هنری بیکرل لخوا د یوارنیمو اکتیفیتی ثابته شوه. د یوارنیمو هستې د چونې امکان لمړی ځل په ۱۹۳۸ زیږدیز کال کې د آلماني فزیکپوهانو اتوهان او فریتز شتراسمن لخوا رامینځ ته شو. یوارنیم د ځمکې د نایابه عناصرو په ډله کې اته څلویښتم ځای لري. طبیعي یورانیم دری ایزوتوپونه لري چې په طبیعیت کې یورانیم دوه سوه اته دیرش ۹۹.۲۷۴۵ سلنه ، یورانیم دوسه پنځه دیرش ۰.۷۲۰ سلنه او یورانیم دوه سوه څلور دیرش ۰.۰۰۵۵ سلنه دي. یو ټن طبیعي یورانیم کولای شي چې ۴۰ ملیون کیلو واټه بریښنا تولید کړي چې د انرژي دا کچه د ۱۶۰۰۰ ټنه سکرو انرژی او ۸۰۰۰۰ بیرله تیلو انرژی سره معادله ده.
د یو پاوڼد یا۵۴۰ ګرامه یورانیمو بیه په ۲۰۰۳ زیږدیزکال کې ۱۰.۷۵ ډالره وه چې دا بیه ورځ تر بلې ورځې لوړیدای شي.یورانیم له ۱۵۰ درجو د سانټی ګراډ څخه په پورته تودوښه کې کیدای شي چې اور واخلي خو دا اور اخیستنه هستوي چاودنه نده او په ۳۸۲۸ درجې د سانتي ګراډ کې خوټیږي. د یورانیمو کثافت د سرپو په پرتله ۱.۶ ځلې زیات دی ، که چیرې په یوه ګیلن کې ۳.۶ کیلو شیدې ځای شي نو په همدې ګیلن کې ۶۸ کیلو یورانیم ځاییدای شي. یورانیم له میلاد څخه په سلهاوو کلونو مخته د یوه شین ته مایل زیړې رنګونکې مادې په ډول کاریدله چې د هغه وخت ځینې ټوټې په نیپال او ایټالیا هیوادونو کې موندل شوې دي. په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ۳۵۷۶۷ ټنه یورانیم په ټوله نړۍ کې تولید شوي وو. په نړۍ کې ۴۴۱ هستوي ریکټورونه شته چې د نړۍ ۱۶ سلنه بریښنا تولیدوي.