کندوز:دافغان اوتاجک تجارانو ترمنځ تړون لاسلیک شو
په کندوزکې ددغه ولایت په شمول د تخار اوتاجکستان تجارانویوه غونډه جوړه کړئ وه ، چې موخه يې دلاسې صنایعولپاره په نړیوال بازارونوکې د خرڅلاو زمینه برابرول اود هغه ستونزو یادونه وه چې د دوی د کاروبارپه لاره کې تاجک چارواکو سره خنډوو.
د کندوزولایت تجارانو له تاجک لورې د ویزې اخیستلوپه برخه کې شکایت درلوده اوزیاتوله یې چې دوی نړیوال مارکيټ ته لاسرسې نلرئ ترڅوخپل تجارتې توکیووپلوري.
د شمال ختیز زون د تجارانو اتحادې ریس محمد فرید قاطع وایې چې ددغه کنفرانس موخه د دواړو هیوادونو د صنعت ځواکمنتیا اوتولیدی توکیولپاره نړیوال بازار موندل وو.
نوموړی چې ددغې غونډي مشرې پرغاړه لرله زیاته یې کړه که چيرې دواړه لورې دغې پریکړی ته عملې بڼه ورکړئ نو دابه دتجارت په برخه کې د دواړو ولایتونوتجارانو(کندوزاوتخار ) لپاره په راتلوونکې کې اغیزمن ګام وی او دوی به وکولائ خپل تولیدی توکې په تاجکستان کې وپلوری.
په عین حال کې د کاونډی هیواد تاجکستان د تجارت برخې استازې ماهرو وویل دی خوښ ده چې د تجارت په اړه دافغان تجارانوسره له نږدی خبرې کوی ،نوموړې یادونه کوي چې ددی سره همغږی زیاتیږی او همداشان مونږ کولای شو چې خپل مالومات یوله بل سره شریک کړو.
مګرد شمالشرق حوزې تجاران ګاونډی هیواد ته دتګ په چاره کې ستونزې په ګوته کوی اویوشمیر تجاران واېې چې د ویزی اخیستلوپرمهال له ګڼوستونزوسره مخ کیږی، اوپه ورځوورځودتاجکستان کونسلګری مخې ته په کتارکې ولاړی وی په یاده غونډه کې دوی له یاد هیواد استازو نه وغوښتل چې دیادې ستونزې په لمنځه وړلوکې ورسره مرسته وکړئ.
داپه داسې حال کې ده چې ددی وړاندی هم د شمال ختیز زون یوشمیرتجارانوڅه موده مخکې په تاجکستان کې په یوتجارتې نندارتون کې خپل توکې نندارې ته وړاندی کړی مګر دوی غوښتنه کوي چې دغه بهیرلاپسې پیاوړی شي.