يو سويډنئ د سېلور په کاليو له مخابراتي څپو ځان ساتي

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2011


یو سویډنی سړی د سیلورو څخه جوړی جامی اغوندی چه د ګرځنده تیلیفونونو او میډیا د الیکترو مګنیتیک څپو څخه ځان وساتی .
سوزان کریستودولو په خپل یو راپور کی چه د سیلولر نیوز په انټرنیت پاڼه کی یی خپور کړی  لیکی چه دغه ۶۲ کلن سړی چه دان بینګسن نومیږی د مبایل يا ګرځنده تیلیفونو د سګنلونو او د تلویزیونو له څپو سره حساسیت یا الرژی لری. دان وایی چه دغه د عصری نړۍ تکنالوژی څپی (سګنلونه) یی مریضوي.


دان  اوس د خپل هیواد له ښاروالۍ څخه غوښتنه لری چه د هغی لپاره دی داسی یوه منطقه جوړه شی چه هلته هیڅ څپی نه وی، چه البته د ګرځنده تیلیفونو او د میډیا څپی د سویډن په هر ځای کی موجودی دي.


دان یوازی نه دی او په نړۍ کی نور هم داسی خلک شته چه د عصری تکنالوژۍ او د پلاستیک څخه جوړشوی اجناسو سره حساسیت لری.


ډان وایی چه ده ته دغه حساسیت په ۱۹۹۲ کال کی هغه وخت پیدا شو چه کله ده د یو شرکت سره د برق د انجنر په صفت وظیفه اجرا کوله، او دا مشکل ورته په کار کی پیدا شوی دی.


دان د دغه حساسیت له وجی بل ښارته چه وینجان دلارنا نومیږی کوچ کشی وکړه چه تر څو د میډیا او د ګرڅنده تیلیفونو له امواجو څخه لیری وی. مګر هغه وایی چه تر اوسه یی لاهم کوم آرامه ځای نه دی موندلی ځکه د مبایل یا ګرځنده تیلیفون څپی د سویډن په هر ځای کی شته.


د یادونی وړ ده چه د هغی د هستوګنی ځای ښاروالی اوس کوښښ کوی چه د ګرځنده تیلیفونو او د تلویزیونو له شرکتو سره خبری وکړی چه تر څو په هغه علاقه کی چه دان اوسیږی هلته سګنلونه یا څپی کمی کړی.


په لاندی انځور کی دان لیدل کیږی چه د تلویزیونو (میډیا) او د ګرځنده تیلیفونو له څپو څخه ژغورونکی جامی یی اغوستی دي.


Copyright Larawbar 2007-2024