کور / تازه خبرونه / اروپايي اتحاديې ۱۸۰ ایراني شرکتونه او کسان په تور لیست کې شامل کړل

اروپايي اتحاديې ۱۸۰ ایراني شرکتونه او کسان په تور لیست کې شامل کړل

بروکسل: د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ننۍ غونډه کې د ایران ۱۴۱ شرکتونه او ۳۹ کسان په خپل تور لیست کې شامل کړي دي.


د دوی په وینا دغه شرکتونه او کسان هغه ډله جوړوي چې د ایران له اتومي پروګرام سره اړیکي لري او یا یې هم د ملګرو ملتونو قوانینو ته درناوی نه وي کړی.


تیره ورځ په ایران کې د انګلستان پر سفارت برید هم د ننۍ غونډې په ګډونکوونکو اغیز درلود، خو د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیگ وویل چې ننۍ پریکړه په ایران کې د انګستان پر سفارت د برید سره اړیکه نه لري، بلکې دا د ایران د اتومي پروګرام سره په تړاو دا کسان او شرکتونه په تور لیست کې شامل شوي دي.


 په دې ورستیو کې د ایران د اتومي پروګرام په سر له ایران سره د نړیوالې ټولنې اړیکې ډیرې ترینګلی شوی دي.