کور / تازه خبرونه / لوګر: د ناټو ځواکونو پر اډه ځانمرګی شوی

لوګر: د ناټو ځواکونو پر اډه ځانمرګی شوی

د محمد اغې ولسوالۍ د یوه روغتون ډاکټر وايي چې دوی ته اویا کسه چې ټپیان دي راوړل شوي، د دوی له ډلې د څلورو روغتیايي حالت د اندښنې وړ دی. ډاکټر وايي چې راوړل شوي کسان ټول ملکیان دي، چې په نږدې کورونو کې د شیشو او نورو ودانیو د ړنګیدو له کبله ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې چاودنه دومره زوروره وه چې ان د کابل په ځینو سیمو کې یې غږونه اوریدل شوي.
طالبانو په خپله یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دوی د څوارلس ټڼه چاودیدونکو موادو ډک موټر د ناټو ځواکونو په اډه کې الوځولی چې له امله یې د ناټو ځواکونو اډه په مکمل ډول له منځه تلې ، خو دولتي چارواکي دا ادعا نه مني او وايي چي یوازې د ملي اردو او ملی امنیت څو کسه ټپیان شوي دي.
د ناټو ځواکونو تر اوسه پورې ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.