کور / تازه خبرونه / د افغانستان ملي لوبډلي ماليزيا ته ماته ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلي ماليزيا ته ماته ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلي نن د آسيايي هيوادونو ترمنځ د کرکيټ په يوه شل اوريزه مسابقه کي ماليزيا ته ماته ورکړه.
افغانستان په ټاکل سويو ٢٠ اوورنو کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ماليزيا ته ١٦٦ منډي هدف وټاکى، چي ماليزيا پوره نکړاى سو.
له افغان اړخه شبيرنوري ٥٣ منډي او کريم صادق ٣٩ منډي جوړي کړې، چي لوبډله يې تر بري پوري ورسوله.
ماليزيا د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډي جوړي کړې او لوبه د ٥٩ منډو په ډېروالي د افغانستان په ګټه تمامه سوه.
شبيرنوري د نننۍ مسابقې ښه لوبغاړى وبلل سو.