کور / تازه خبرونه / د درو ماين ښخوونکو د وژلو خبر ورکړل سو

د درو ماين ښخوونکو د وژلو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې درې ماين ايښوونکي وژلي .
د چارواکو په وينا چي يادو کسانو غوښتل چي د جامع او شملان پر عمومي سړک ماينونه ځاى پر ځاى کړي چي د آيساف ځواکونو په هوايي بريد کي ووژل سول .
چارواکي وايي چي تر هوايي بريد وروسته سيمي ته پوليس ورغلل او هلته ئې د ماين ښخوونکو مړي او د هغوى سره ئې يو شمېر ريموټ کنټرولونه ونيول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.