کور / تازه خبرونه / اقتصاد : د امريکا د وزګاری کچه مخ پر ښه کېدو ده

اقتصاد : د امريکا د وزګاری کچه مخ پر ښه کېدو ده

د امريکا د متحده ایالاتو د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د تازه احصائیو له مخي ددغه هیواد د وزګاری کچه د روان کال (۲۰۱۱ز) په نومبر کي ۸،۶ ٪ ته ټيټه سوې ده .

په امريکا کي د وزګاری د کمښت په لوري ذکر سوي مثبتي نتيجې زیاتي ټولني حیراني کړي دي، ځکه د امريکا د مرکزي بانک د اټکل له مخي باید د بیکاری کچه د روان کال تر پايه پوري د ۹٪ په شاوخوا کي وائ او په راتلونکي کال کي شاید ۸،۵ څخه تر ۸،۷ سلني پوري ټيټه سوې وائ .

سپيني ماڼۍ په ډېره خوښي سره د دغه مثبت اقتصادي ګام په اړه عکس العمل ښودلئ او زیاته کړې یې چي په نومبر کي د ۱۲۰ زرو نویو دندو زمینه مساعده سوې ده .

د یادوني وړ ده چي په امريکا کي د وزګاری کمښت تر یوې اندازې ځکه رامنځته سوئ چي زیات شمېر بېکاره وګړي د دندي په لټه نه دي او له دې امله په احصائیو کي شامل نه دي . په نیویارک کي د ((Decision Economics)) یو اقتصاد پوه هم په دې عقيده دئ، خو نوموړی خوشبینه هم دئ او زیاتوي چي په وروستیو څلورو میاشتو کي په تکراري ډول د وزګاری کچه ټيټه سوې ده .

د امريکا د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تازه راپور جزیاتو ته په کتو کېدائ سي د اقتصاد پر مختګ د روان کال په وروستیو څلورو میاشتو کي ۳ سلنه ته ورسيږي، چي په نتيجه کي به يې د امريکا متحده ایالات تر چين او اروپايي اتحاديې زیات پرمختګ کړئ وي . ویل کيږي چي په چين کي د اقتصاد پر ډګر ډېر زیات پرمختګ نسته او دغه راز زیات اقتصاد پوهان په دې باور دي چي اروپايي اتحادیه په اقتصادي بحران کي راښکېل ده .

هېره ده نه وي چي په امريکا کي د وزګاری کمښت د ولسمشر بارک اوباما په ګټه تمامیږي، ځکه چي نوموړی د ۲۰۱۲ز انتخاباتو کښي په فوق العاده توګه استفاده ترې کولائ سي .