کور / هستوي فزيک / د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل (G4)

د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل (G4)

د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل (G4) په مشخصاتو کی د چین هواوی شرکت مخکښ رول درلودلی دی
د سیلولر نیوز د راپور په اساس، ینګ وی مین چه د هواوی شرکت د ګرځنده تیلیفونو د دوم دریم اوڅلورم نسل ریس دی په یوه اعلامیه کی یی ویلی دي، چه د ۲۰۱۰ میلادی کال را په دیخوا د د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل په مشخصاتو کی د GPP3 (د ګرځنده تیلیفونو نړیواله اداره) د سټنډرد او پیټنټ (حق محفوظ) په برخه کی د هواوی شرکت خورا مهم رول لوبولی دی.


ینګ وی مین وایی چه د۲۰۱۱ میلادی کال تر اکتوبره پوری هواوی شرکت ۷۹۰۰ اصلاحاتی او پشنهادی لیکنی د GPP3 اداری ته د څلورم نسل د core Packet یا مرکزی هستی د نیټورک په هکله وړاندی کړی دي.


او په همدی ترتیب یی ۲۳۰ منل شوی اصلاحات او پشنهادات د نیټورک په اکسیز (لاسرسی) په برخه کی وړاندی کړی دي. چه په دی ترتیب هواوی په دی برخه کی لویه ونډه اخستي ده.


اوس نو د ګرځنده تیلیفونو د ۴جی مشتریانو ته د نوی خدماتو د اختراع او علمی څیړنو د حقوقو په بنیاد هواوی د نړۍ د نورو شرکتونو په نسبت یو مخکښ شرکت شمیرل کیږی.


هیره دی نه وی چه د ګرځنده تیلیفونونو څلورم نسل چه LTE هم ورته وایی هغه ټیکنالوژی ده چه د مبایل او وایمکس بروډبانډ انټرنټ سره یوځای کوی.څلورم نسل د آی پی وی ۶ (6IPV) ، او وایس اوور آی پی (PVoI) سیستم دی. ددغه سیستم سرعت تر ۱۰۰ میګابیت پر سیکنډ  پوری دی. په اصطلاح د دکمی د کښیکاږلو نه مخکی صفحه او ویډیوی کلیپ به خلاص شوی وی.


د ۴جی لپاره باید نوی په ۴جی اعیار شوی ګرځنده ټیلیونونه ولرو چه تر څو له خدماتو یی استعفاده وکړو. تر نن ورځی پوری یوازی د امریکی د متحده ایالاتو د ویرایزون شرکت، ټی موبایل شرکت، ای ټی این ټی شرکت، سپرینټ شرکت او د نړۍ یو څو نورو شرکتونو د ۴جی ټکنالوژی پلی کړی ده.


د څلورم نسل د ګرځنده تیلیفونو ټکنالوژی به په افغانستان کی د یوی لسیزی وروسته تطبیق شی.


د ګرځنده تیلیفونونو څلورم نسل نیټورک ډیاګرام په لاندی ډول ښودل کیږی



د ګرځنده تیلیفونونو د څلورم نسل یو سیټ په لاندی ډول لیدل کیږی.