کور / تازه خبرونه / (داتحاد څرګندونه د هيواد د تاريخ لومړنی ښه ګام دئ)

(داتحاد څرګندونه د هيواد د تاريخ لومړنی ښه ګام دئ)

 لراوبر – لو پښتونخوا



دصوبه سرحد داطلاعاتو وزارت ته نومول شوي وزير سردار حسين با بك ويلي  دي چى  دسياسي  ګوندونو ترمنځ داتحاد څرګندونه دهيواد دتاريخ لومړنۍ ښه ګام دى له دي سره به دهيواد او ملت ستونزي هواريدلو كښې مرسته وشي په بونير كښې ولسي غونډوته  دوينا په ترڅ كښې ښاغلى با بك زياته كړيده چى په هيواد كښې به هروخت دانتخاباتو وروسته دسياسي ګوندو نو ترمنځ  تاوتر يخوالى رامنځته كيده چى له امله به يي دولس ستونزي  زياتيدى  خو داوسنيو انتخاباتو وروسته سياسي  ګوندو نو ديو والي  څرګندونه وكړه نوموړي زياته كړه چى  د ايالتى  حكومت  سره  د ولس  زياتې  هيلې تړلى دي  ايالتى  حكومت  به هڅه كوي  چى دولس  ستونزى هوارى  كړي ښاغلى  با بك  هيله څرګنده كړه چى  دصوبه سرحد دوزير اعلى  څوكۍ ته نومول  شوى امير حيدر خان هوتى په مشرۍ ئه  صوبا ئى  حكومت د ولس دهيلو او غوښتنو سره سم كار وكړي.


بل خوا :: دپاكستان پيلز ګوند مركزى  مخكښ مخدوم امين فهيم دجمهوريت دبحالۍ غورځنګ ( اې ار ډى) له مشرۍ څخه  لاس په سر شو دراپورونو ترمخه  ښاغلى  فهيم خپله استعفا داې ارډي  لنډ مهال سكرتر جنرال ته په يوه ليږل شوي ليك كښې وړاندي كړيده ويل كيږي   چى امين فهيم په خپل ليك كښي  ليكلى دي چى د اې  ار ډي  مقصد دجمهوريت بحاله كول وو او اې ار ډي  په خپل  مرام كښې  بريالۍ شويدى.