کور / نثر / د شاتو وياله

د شاتو وياله

ولې وايو چې پلانكي شاعر ډېر ښه خيال او فكر لري؟ ښايي يو علت يې دا هم وي چې موږ يې په شاعرۍ كې خپل احساسات وينو،يا په بله بڼه زموږ ذهن يې د ولاړو اوبو غوندي بهولى وي.


تر كومې كچې چې پر شاعر د ښه فكر لرونكي شاعر ګمان كوو، په هماغه كچه شاعر د ټولنې روح ته رسېدلى دى، هغه ځكه چې د شعر په لوستلو يې راته د خيالونو او فكرونو كړكۍ پرانستل كېږي او دا فكرونه دي چې اكثره مو د لاشعور ور ټكوي، ځينې خبرې چې زموږ په لاشعور كې له مودو مودو د وخت د جبر تر ګردونو لاندې دي او يا د سنتي ټولنې له كبله مو پټې ساتلې دي او يا كله كله يوه خبره ډېره ساده وي تكرار يې هم زيات وي، خو په نوې بڼه يې د ويلو لپاره ارايه  نه لرو، په داسې ذهني كشمكش كې زيات وخت شاعران راسره مرسته كوي.


دوى ساده خبره په هنري انداز كړې وي او يا زموږ د لا شعور  په هديره كې يې  د مسيحا غوندي  مړه يادونه را ژوندي كړي وي، ځكه د شعر په لېدو يا اورېدو يې خورا  مينه وال شو، زموږ د ميل حالت ښكاره علت  د هغه په شاعرۍ كې خپل خيالونه او فكرونه ليدل وي.


خو تر ټولو مهمه دا ده چې  شاعر څنګه داسې هنر خپل كړى دى؟ د صديق الله بدر د هغې ليكنې يو پاراګراف چې د محمديار يار پر شاعرۍ يې كښلى دى، لولو: ګڼ شاعران تر ډېره بريده ټولنيز مسايل، چې د وطن او ولس دردونه په كې نغښتي، په ساده، بې تكلفه خو هنري انداز انځوروي او پخپله بڼه كې دا هغه ډول شاعري ده چې ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي. دا زموږ د بهير هغه شمېر ويناوال دي چې شعر ته د مينې، درد او ښكلا د يو ګډ تركيب په مينه ګوري او په همدې مينه له مينې او عاطفې څخه ډك انځورونه زموږ مخې ته ږدي.


په دې پارګراف كې مو د مينې لفظ څو ځايه تكرار وليده. بدر ځكه پر مينه تاكيد كړى دى چې ټولې لاس ته راوړنې مينه كوي، هر كار بې له مينې ناشونى دى او كه وشي هم، خو هماغسي لكه څنګه چې يې غواړو نه به وي.


شعر د يو شاعر وينا ده او وينا د يو يا څو ارمانو اورولو ته ويل كېږي خو كه كله مو دا ارمان يا فكر چا راسره بدرګه كړى نه وي، يا مو له چا سره بدرګه كړى نه وي، لوى علت يې دا دى چې خپل ارمان مو په داسې مينه خلكو ته نه دى رسولى چې پر الفاظو برلاسي، له كمترۍ وتل مو پوره هضم كړي نه وي. هغه ځكه چې شاعر د خپل بيان په جادو هغه انځورونه چې ده په ذهن کې د ارمان لپاره جوړ كړي، د مينې په پوره قوت يې اورېدونکي ته لېږدوي، د همدې مينې پر بنسټ بلا زړونه تسخير او لښكر  خوار واره احساسات، په هغو الفاظو، موسيقي، استعارو، نوې بڼه چې نوښت ورته وايو، يا د انګريزانو په اصطلاح په ابليكه ژبه ( غيري مستقيمه ژبه)، را پاروي.


په پښتو ژبه كې له نيكمرغه دا مهال ګڼ شاعران په ټولنه كې د ښه فكر او خيال له كبله لوړ ځاى لري،خو دې     شاعرانو كې چى ښه مثال ورباندې وركولاى شو يو به هم ښاغلی دروېش درانى وي چې د شعر په لوستلو يې راسا د شعر روح ته رسېږو.


په دې بحث كې به ښه وي چې د ويكتور هوګو يو نظر چې ارواښاد او د علم كان څېړندوى محمدصديق روهي په خپل كتاب ادبې څېړنې كې ليكلى، هم ولولو: كله چې د شاعر په باب قضاوت كوو بايد وګورو، چې څنګه اثر يې تخليق كړى دى، نه دا چې ولې يې تخليق كړى دى . ده د ادبي مباحثو په ترڅ كې ويلي : سل واره وايم، چې هنر د هنر لپاره.


دروېش دورانى د داسې شاعرانو په لومړىۍ ليكه كې دى چې د چا په ذهن كې دا سوال نه پرېږدي چې ولې يې تخليق كړى دى، د نورو برلاسيو ترڅنګه يوه ښېګڼه يې دا ده چې د ښه فكر ترڅنګ كله كله د شاعرانه كمال له مخې  دوه تصويرونه د يوه مشروط وصف په مټ سره يو ځاى كوي، ډېر وخت به مو داسې بيتونه لوستي وي چې دوه انځورونه د يوه مشروط وصف په وسيله سره نږدې شوي وي، مګر دواړه انځورونه بلا بلا خبرې لري او په ذهن كې مو لښكر خيالونه او فكرونه تداعي كوي، بل ستر هنر يې دا وي چې دې تړاو بيت ته د ايينې حيثيت وركړى وي  او موږ يې له دې وصفه پرته پر  ماتېدو وېريږو، مګر  كه ماته شي  دا ماتېده د ايينې غوندي


دي ايينه چې ماته شي ايينې زېږوي.
زما په وجود كې به روانه وه د شاتو واله
چې په لاسو به مې خواږه اشنا لاسونه وهل


لومړى تصوير په بدن كې خوږې څپې چې تشبيه شوې دي له شاتو سره او شات بياله بهاندو ويالو سره او د خوږو ويالو بهيدل يې له لاندې نيم بيتي سره تړي.


_  كله چې يارو نګار په مينه درسره ناست وي، ستا لاس يې په لاس كې وي، بدن خپل يوه خوند احساسوي، او خوږې خوږې څپې چې د مينې له اوج نه ډكې وي د برېښنا د شارټونو په څېر په خوځېدو وي.


زما په وجود كې به روانه وه د شاتو وياله، د شاتو وياله مو نه ده ليدلې، خو د ګودر رڼه وياله مو د خيال پر دښته بهوي، ددې ترڅنګ په دې حسي نيم بيتي كې چې د اشنا لاسونه درك مو په بدن كې خوږې څپې خورې كړي، دغه خوږوالى مو بېرته په خيال كې د شاتو خوږوالى چې هغه هم حسي دى پياوړى كړي .كله چې شاعر پر دغسي تشبيو د زړه شات وخوري له شعره پرته په  عامو خبرو كې يې هم كارول بې اغېزې نه وي، ځكه كه دا دوه نيم بيتونه سره بيل شي هر وخت ويل كېدلى شي او پر غوږو مو ښه لګېږي او په پوره قوت د كلمو له تنافره مستثنا دي،لنډه دا چې دغه ډول تصويري بيتونه  لوستونكى او اورېدونكي بې له كومه فكره خپل روح ته رسوي. دلته مهمه نه ده چې دا لوستى اوري يا نا لوستى خو دواړه پوهولى شي، له پورته بيته انګېرلی شو چې شاعر  يوه ساده خبره د مشروط وصف په وسيله څومره ښكلې كړې او موږ  څومره فكركولو ته هڅولى شي او کومه تشبيه چې په دې بيت كې راغلې په څومره مهارت يې كارولې ده او  خيالي تشبېه چې د حسي تشبيې له ډلې ده، مشبه به يې وجود نه لري، خو ماده يې موجوده وي. د مادې له بركته ناممكن راته ممكن ښكاره كوي، دا انځورونه عجيبه وي لكه يو څوك چې د كمپيوټر پر سكرين په  فوټو شاپ كې  يو تصوير له بل تصوير سره ګډ كړي او ښكلا يې د پوره مهارت له مخې زياته كړي، په دا ډول بيتونو كې د شاعر كمال معلوميږي چې څنګه كولى شي ساده او اسانه موضوع شعر ته راوړي او دا اسانه موضوع بيا ځكه ښه ميدان لري چې له كلي تر ښاره كومه موانع نه لري، د ښار په واټونو كې كه د پوهنتونو تر محصلينو ځان رسولى شي په ورته ډول بيا په كليوالو حجرو او ګودرونو كې بيا لښكر زړونه ځان ته جذبولى شي.