کور / راپور / د نا روي په پلازمینه اسلو کي مشاعره

د نا روي په پلازمینه اسلو کي مشاعره


د روان عیسوي کال د نومبر پرشپږویشتمه نیټه د ناروي پلازمیني اسلو ښار او دهغه دشاوخوا سیمو د فرهنګ پا لو له خوا د مشاعرې غــونډه د تکړه شاعرلیکوال اوا د یب ښاغـــلي اجمل اټک یوسفزي په کوربه توب د ما زد یګر پر څلورو بجو پیل او د شپې تر اتو بجو پوري یې دوام وموند
لومړی دغونډي پروګرام دهنرپال زهيرپاکتین له خوا وړاندې او درنه خور اغلې انیسه رحیمي ژواک دغونډې د مشر تا به اوتکړه ژورنالست  محترم داکټرمحمدعیسی ستانکزی دغونډي دڅیړونکي په حیث وټاکل شول په غونډه کي سربیره پردې چي رنګارنګ شعرونه وویل شول د تکړه شاعري نورالسراج ساپئ ،انیسه رحیمي ژواک اوولسي شاعري محترمي بي بي دل
 شعرونو  خوږو ا د بي خبرو اومشورو دځوان شاعر احمد پائیز په ملتیا دغونډي رنګ
او فضا ته نوره هم ښکلا  ور وبخښله  دې فرهنګي غونډي څلور ساعته دوام وموند او وروسته دمحترم استا د ضیاوالدین پیلوټ اومجیب  پیام له ارزښتناکه خبرو  د ډاکټر ستانکزي په ارزونه اوډوډۍ خوړلو غونډه پاي ته ورسید له۰
اوهم وپتییله  شوه چي داسي غونډي اومشاعرې به هره میاشت دوام مومي۰ منـنه
محمد اسحق امانزی ناروي
۳۰ نومبر ۲۰۱۱