کور / شعر / ګــــــــــــــروم

ګــــــــــــــروم


ګروم  مي سږی پړسولی په دردوشــو
ټول حواس مي کوچید لی په غــموشو
د وطن په ا نــد یښنو مي زړه اره دی
ستر ښا ما ر زما پر مینه په نغـمو شو
د حسرت اوښکي بهیږي پر سینه مي
تورما تــم زما میلمه په اوسیـــد و شو
بیا ډ یـوه د میني درو مي خاموشي ته
تاریکه کي زموږارمان په ورکيد وشو
پرتا ود ه نغـري مو بیا ژمی بید یـږي
د سکروټـو زور وتلی په سکر وشـــو
که عقلونه دهستي خواتــه توجیح کړو
څـه پکار چي د هـد ف په رسید و شو
د شپونکي شپیلۍ به کـله ترغوږو شي
سره لعـــــلونه د مراد که په لیــد و شو
دهــوس په ملغلــرو کي خیا ل ګـرځي
ارمانجن زړګئ مي بیا په چغـــید وشو
تمنا مي نـن د نیا ز  خاوند ته کيــــږي
امانزی چي په وار وار په سجــد و شو

نا روي ۰۲ دسمبر ۲۰۱۱