غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 5th, 2011


زما زړه صفا  هنداره


ځان که ګورې پکې ياره


مسافر لالی که راغی


ور ته ګل به کړمه لاره


اړولی خوی  دې پرېږده


داسې مه کوه  سرشاره


زندګي خو وه دکلي


تا کې څه وينمه ښاره


ستا د ياد  لړم ټک را کړي


چيغه وکړم بې اختياره


د خوښيو زيري را وړه


خالي را نه شې بهاره


ځه له مخې  مې ورکېږه


ستړيه ستړيه  انتظاره


يه د زړه  تسکينه راشه


تاپسې يم بې قراره

Copyright Larawbar 2007-2024