کور / کره کتنه / ورورولې یا ورور وژنه ؟

ورورولې یا ورور وژنه ؟

ولسمشر ته لیک


سلامونه او نیکی هیلی
ولسمشره هیله ده چې روغ او جوړ اوسی ولسمشر خو نه یې ځکه چې ته یوازی د دری ژبه ویوونکو مشر یی او ټول کار همدوی ته کوی نه د پښتنو مشر یې او نه د پښتو او  پښتنو ته داسی کوم خاص خدمت کړی پښتانه او پښتو په یو حکومت کی هم دومره نه وو خوار او ذلیل سوی لکه څومره سی د تا په حکومت کې سول لکه څومره ظلم او زیاتی سې د تا په وخت کی ورسره وسو تر اوسه پوری په یو وخت کی هم نه ووورسره سوی حتی د ربانی په حکومت کی هم ورسره نه وو سوی.
ولسمشره کله سی تاسو او امریکا ګران وطن افغانستان ته راغلي نو زمونږ هیلو یو څه غوټۍ وکړی او مونږ داسی و انګیرله که خیر وی ګران وطن افغانستان به جوړ سی عدل او انصاف به په کی وی په ورورولۍ او خوشحالی به ژوند تیره وو ما د دنیا په اعلی پوهنتون کی داخله واخسته سې زده کړه وکړم او خپل ملت او خپل هیواد ته خدمت وکړم سې دا مې نهم کال دی سې د مسافرې ژوند تیروم او تر دوکتورا پوری راورسیدم سی اوس وخت زه په اقتصاد کی دوکتورا کوم خو سې ستاسو او ستاسو د پلویانو بده رویه او نا انصافی له پښتو او پښتنو سره ګورم نو زړه مې راته وایی سې تعلیم پریږدم او بیرته افغانستان ته درسم او ټوپک را واخلم او  د خپل قوم حق د ټوپک په زور تر لاسه کړم او په کابل کی یو ځل بیا وینی وبیوم ځکه سې تاسو په انسانیت نه پوهیږي اوتاسو له ښه انسانیت نه ډیره بده فایده اخلی لکه پښتانه سی تاسو ته څومره قدر او عزت لری بل یی هیڅوک نه لری تاسو ولیدل سې پښتانو د تاسو لپاره خپل غوږونه،پوزی او ګوتی له لاسه ورکړی خو تاسو یی ولسمشرې ته کامیاب کړی خو تاسو ورسره په مقابل کی څه وکړل له هر قسمه نعمتونو څخه مو محروم کړل له بهر بورسونو نه محروم په حکومت کی له کار کولو نه محروم  پښتو له دفتر نه محرومه اخیر ولی پښتو او پښتنو له تاسو سره کوم بد کړی.
ستا په حکومت کی یوازې او یوازې پښتانه مړي کیږي نه بل څوک جنګ صرف د پښتنو په ځایونو او کلیو کی دی ولی اخیر ولی؟
ولسمشره باید پښتو او پښتنو ته خپل حق ورکړل سی پښتانه ۶۲ سلنه دي او باید په هر څه کی ورته ۶۲ سلنه برخه ورکړل سی که هغه په حکومت کی وی که په بورسونو کی وی یا بل کوم څیز کی وی که چیرته پښتو او پښتنو ته خپل حق ور نه کړل سی نو بیا به مونږ ټوپک ته لاس کوو او تاسو به وګوری چې کابل یو ځل بیا درته په وینو لړو او که نه او بیا به نه ته وه کولی سی او نه به د حکومت سی زمونږ مخه ونیسی.


په پښتنه مینه