کور / تازه خبرونه / طالبانو په کابل او بلخ کي ننني بريدونه وغندل

طالبانو په کابل او بلخ کي ننني بريدونه وغندل

طالبانو هغه دوه بريدونه چي نن په کابل او مزارشريف کي د عاشورا په مراسمو کي ترسره سول په سختو ټکو غندلي دي . دغه پېښي نن غرمه رامنځته سوې ، د کابل د پوليسو مشر وايي پېښه د ځانمرګي بريد په ترڅ کي رامنځته سوه ، عيني شاهدانو د پېښي په ځای کي تر ۲۵ زيات مړي او تر سلو کسانو زيات زخميان ليدلي دي .


 د مزار شريف د امنیت  امر عبدالروف تاج په وينا په مزار شريف کي هم په ورته مراسمو کي ځانمرګی بريد وسو چي درې ملکي کسان يې ووژل او درې نور زخميان سول .


بله خوا بيا دطالبانو لخوا لراوبر ته په دې اړه په رسېدلې خبرپاڼه کي دا بريدونه له مخکي ځای پر ځای سوي چاوديدونکي توکي بلل سوي ، ذبيح الله مجاهد وايي چي بهرنيان د عامو خلکو د ذهنيتونو خرابولو لپاره چاودني کوي بيا د ځانمرګو بريدونو نوم ورکوي چي په اساني يې پر طالبانو ور تاوان کړي . طالب وياند دغه پېښي د اسلام او افغانستان ددښمنانو کار بللی او په کلکه غندلئ دی .