کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د کابل ورځپاڼې د عاشورا له یو ورځنۍ رخصتۍ وروسته خپل د نن ورځې زیاتره مطالب د عاشورا په مراسمو شویو حملو او په دې اړه پورته شویو غبرګونونو ته ځانګړې کړي دي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د کابل، مزار شریف او کندهار په پرونیو چاودنو کې ټول څلور شپیته کسان وژل شوي او یو سل او پنځه اتیا نور ټپیان شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر دا حملې د اسلام د دښمنانو کار دې او دوی نه غواړي، چې مسلمانان په یووالي کې ژوند وکړي.
ورځپاڼې د دې حملو په اړه د طالبانو غبرګون هم راخستی، چې ویلي د عاشورا په مراسمو حملې د اسلام خلاف دی او دا د لویدیځو ښکیلاکګرو کار دی.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د دې حملو تر شا د شتو لاسونو د برملا کولو هڅه کړې او لیکلي، چې دا حملې د مسلمانانو له خوا نه دی شوی، بلکې هغه کسان یې ترشا دي، چې د اسلام په اړه معلومات نه لري.
ورځپاڼې د عاشورا د مراسمو لپاره په کابل ښار کې نیول شوي مذهبي تدابیر هم تر پوښتنې لاندې راوستلي او لیکلي، چې دا په هیڅ مذهب کې نه شته، چې ټول ښار دې په تورو ټوکرو وپوښلی شي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا ډول کارونه د پردیو د سیاسي او مذهبي سیالیو کې د قرباني کیدو زمینه برابروي، چې باید مخه یې ونیول شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په کابل کې پرونۍ حمله د عراق، پاکستان او نورې اسلامي نړۍ د حملو یوه لړۍ وه.

ورځپاڼه لیکي، چې په کابل، مزارشریف او کندهار کې د شویو حملو پیچلتیاو او څرګند شویو غبرګونونو ته په کتو سره ښکاري، چې د دې ترشا د اسلام دښمنه عناصرو لاس دی او غواړي، په دې ډول په افغانستان کې د یوې بې مخیني ستونزې بنسټ کیږدي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان لویدیځ ګاونډي هیواد (ایران) په دې تورن کړی، چې د خپل سیاسي او مذهبي نفوذ لپاره ننداره جوړوي، چې د پرونیو حملو په څیر غبرګونونه هم له ځانه سره لري.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د عاشورا په مراسمو ځان وژونکې حمله په هیواد کې خطرناکه فتنو د لمن وهلو یوه هڅه ده.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې له دا ډول پیښو سره یوازې د ملي یوالي په احساس مقابله کیدای شي، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا ډول فتنو ته د ځینو هغو کړیو له خوا لمن وهل کیږي، چې د سیمې د استخباراتو ملاتړ له ځانه سره لري.

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې په شوې پرونۍ ځان وژونکې حمله کې د وژل کسانو شمیر شپږ پنځوس تنه ښودلې.

دا هغه څه دي، چې د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم راخستي او ویلي یې دي، چې د ټپیانو شمیر هم یو سل او پنځه اتیا کسه دی.

که څه هم وسله والو طالبانو په دې حمله کې لاس درلودل رد کړي، خو دې ورځپاڼې لیکلي، چې په دې حمله کې وسله وال طالبان ښکیل دي