کور / تازه خبرونه / د کابل برید تنظيم لشکر جهنګوی العالمي کړی و

د کابل برید تنظيم لشکر جهنګوی العالمي کړی و

په کابل کې د برید مسولیت پاکستاني میشتي  (تنظيم لشکر جهنګوی
العالمي)  په غاړه اخیستی دی.


د محرم د لسمې ورځې په مذهبي مراسمو کې چې تر ډيره یې شعیه ګان په افغانستان او
د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې نمانځي نن پرې د ځانمرګي برید له کبله په لسګونو
کسان مړه او تر سلو ډير پکې ټپیان شول.


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی  دی، همدارنګه ولسمشر
حامد کرزی هم برید غندلی او ویلي یې دي چې دا لمړۍ ځل دی چې د عاشورا په ورځ
ځانمرګي بریدونه کیږي.


په کابل سربیره په مزار او کندهار کې هم بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې د شمیرې په
اړه یې ویل کیږي چې مزار کې څلور کسه مړه او تر لسو ډير ټپیان دي.

تنظيم
لشکر جهنګوی العالمي  تر ډيره د شعیه ګانو په مخالفت کې په دا ډول بریدونو لاس
پورې کوي. دا تنظیم   ملکي وګړي په نښه کوي، څه موده وړاندې یې
پښتونخوا کې د کډوالو د مرستو په ویش ځای کې هم ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلی
و.

په تنظيم لشکر جهنګوی العالمي باندې تور دی چې د پاکستان حکومت پر خوښه
بریدونه کوي. ددې تنظیم  مشر ملک اسحا ق سره له دې چې پاکستان کې د شعیه ګانو
په وژنو تورن او خپله یې اقرار کړی هم وو بیرته خوشې شو، پاکستانۍ محکمو پریکړه
وکړه چې د ډيرو شواهدو د نه درلودلو په اساس نشو کولای ملک اسحاق په بند کې
وساتو.

همدا ډول ویل کیږي چې ددې ډلې ډیری غړي ورسته له نیولو بیرته زر تر
زره خوشې کیږي.


د معلوماتو له مخې دا لمړۍ ځل دی چې کابل کې د برید پړه پاکستان میشتی 
تنظيم لشکر جهنګوی العالمي په غاړه اخلي