کور / سياسي / همدا اوس د نړی په ( ۳۳ ) هیوادونو کی جګړی روانی دی

همدا اوس د نړی په ( ۳۳ ) هیوادونو کی جګړی روانی دی

جګړه څه ده ؟ انسان ولی جګړه کوی؟ ایا په انسانانو کی د جګړو مخنیوی ممکن دی ؟


جګړه په انسان کی د انسانی غریزو لکه حرس ,تكبر , خودخواهی ،غرور ، خصومت ،او انتقام محصول ده – که چیری د نننی انسان له د ننه څخه ـ د اخلاقی انسان د روزنی له لاری دغه غریزی لری شی نو جګړه به خامخا خپل ځای عدالت او سولی ته پریږدی .


له هغه  وخته چی په انسان کی د ( زما او ستا ) ټکی رامینځ ته شوی دی – د دو تنو، قومونو او هیوادونو تر مینځ جګړی رامینځ ته شوی دی.


جګړه د انسان په ذهن کی د خودخواهی او غرور محصول ده او په بل عبارت جګړه د انسان په ذهن کی له پخوانه د انسان له بریاوو او ناکامیو نه راپاتی تصویر دی په بل عبارت جګړه د ویری محصول ده نو ځکه جګړه له خپله ځانه د دفاع په خاطر په تعرضی یا دفاعی بڼو را مینځ ته کیږی.


زورور انسان پدی باور دی چی جګړه د نارینتوب علامه ده او له همدی امله له جګړی سره مینه لری او د جګړی د جنایت او زیان په باب حتی فکر هم نه کوی ، نو ځکه   د انسان اوحیوان د جګړو تر مینځ توپیر دادی چی ـ حیوان د ضرورت او انسان د خپلو انسانی ( په حقیقت کی غیر انسانی یا وحشی ) غرایزو له امله په جګړو لاس پوری کوی .


د کلاسیکو  جګړو او نننیو جګړو تر مینځ توپیر دادی چی پخوانی جګړی د مټ او ننی جګړی د عقل او تکنالوژی په زور تر سره کیږی ځکه نو ویلای شؤ چی ننــــــــی پرمخ تللی جګړی تر پخوا ډیری غیر انسانی , ورانونکی اوحتی د بشریت بقا ته ستر ګواښ بلل کیږی .


 په نړی  کی د روانو جګړو مربیان امریکا  ،برطانیه ، فرانسه ، اسراییل او د دوی نورو متحد ینو له دوهمی نړیوالی جګړی راپدی خوا چی هټلر یې د فاشیست په نامه وځاپه تر اوسه پوری یواځی امریکی او برطانیی په ګ‌ډه  د نړی په شاوخوا ( ۹۰ ) هیوادونو باندی پوځی تعرضونه کړی دی چی په دغو جګړو کی په زرګونو ښارونه ، کلی کورونه ، زراعتی بنسټونه ، ځمکنی مواصلاتی کرښی ، پلونه ، ښونځی ، روغتونونه ،برښنیایی اډی او داسی نوری ورانی کړی دی اوپه سل ګونو ملیونه انسانان یی وژلی اویا هم ټپی کړی دی يواځی په لیبیا کی ناتو ،امریکی او برطانیی په تیرو اتو میاشتو کی لا تر اوسه پوری دومره لیبیایان  وژلی دی چی که معمر القذافی ۱۰۰ کاله نور هم ژوندی وای دومره خلک به یی نه وو وژلی .


د امریکی متحده  ایالاتو او برطانیی تل داسی ادعا کړی چی دغه جګړی یی په نړی کی د دموکراسی ، ازادی او ټولنیز عدالت  د راوستلو په منظور ترسره کړیدی حال داچی امریکی او برطانیی د خپلی سرمایه داری او امپراطوری غوښتونکو پلانونو به منظور د دموکراسی د شعار په بیرغ تر ځان ور نغاړلی دی.


که عملا ښه ځیر شوامریکی او برتانیی پرته له هانګ کانګ ، سینګاپور او دوبی یا ځنی نورو کوچنیو بازارونو نه چی سمبولیکه بڼی لری بل د نړی په کوم اشغالی هیوادکی پرمختیایی کار ترسره کړی دی ؟


 په افریقی کی لوږه ، د اعرابو وروسته پاتی والی ، د هند دغه د د موکراسی د سمبول په سړکونو باندی په ملیونونه بی کوره وګړی ایا د امریکی او برطانیی او خپله د هند لپاره دشرم ځای ندی ؟


ګمان کوم  چی ددغی پوښتنی ځواب روښانه دی …


که د نړی ستر قد رتونه خپل تعرضی یا دفاعی پوځی لګښتونه په اقتصادی برخو کی مصرف کړی ، نو همدا اوسنی دوزخی نړی به د بشریت لپاره په دنیوی جنت بد له شوی وای .


 د اعرابو د وروستیو پاڅونونو ځپل او لویدیځی نړی دمطبوعاتو د منفور پسرلی لقب او د صعودی عرب ، مصر ، یمن ، اردن ، بحرین ، کویټ او داسی نورو عربی شیخانو د حکومتونو په اعمالو سترګی پټول د عرب لیګ ګوډاګی توب او تر ټولو لویه سپین سترګی هم دا چی د اردن پاچا ( عبـــــدالله  ) دغه په عربی هیوادونو کی تر ټولو بی ننګینه داغ بیا راځی او د سوریه په بشرالاسد غږ کوی چی استعفا ورکړی ، زه ګمان کوم چی په دغی مسخره او بی شرمه نړی کی ځنی هیوادونه حتی په نړیوالو قوا نینو او خپلو صلاحیتونو هم نه پوهیږی …


همدا اوس  چی امریکا او برطانیه په نړی کی د دریمی نړی د هیوادونو په ځپلو مصروف دی د دوی اصلی سیالان چین اوروسیه د ځان په اقتصادی ، سیاسی ، نوی تکنالوژی سمبالولو او حتی د مریخ  په تسلط بوخت دی .


د امریکی ،  برطانی ،او فرانسه ترمینځ د عراق ، افغانستان او لیبیا ویش اوس  اسراییلو ته دا موقع په لاس ورکړی  چی په سوریه او ایران کی یو د ځان لپاره ښکار کړی ، خو په یاد ولری چی چین او روسیه امریکی ته تر هغه حده پوری د پوځی تیریو زمینه برابروی چی امریکا بلاخره خپله په خپل اور کی ستی شی .


زما په عقیدی همدا اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی په نړی کی هر اسیر هیواد د خپلی طبعی جغرافیه د رښتنی ملی خپلواکی او دایمی بی طرفی پر اساس  په نړی کی د نړیوالو قوانینو د رښتنی پلی کولو دغوښتنی لپاره نړیواله مبارزه وکړی ، دا ځکه چی د نړی سړی خوره کپیټالیستی سستم د عملی زوال په حال کی دی او لکه څرنګه چی ګورو همدا اوس د امریکی دیپلوماتیک حیثیت په نړی کی دومره را ټیټ  شوی دی چی حتی پاکستان هم کله ناکله پری ګواښیږی .                                     


په وروستی نیمه پیړی کی چی د افغانستان روانه جګړه تر فلسطین وروسته دنړی تر ټولو اوږده جګړه بلل شوی ده یواځی د امریکی ، برطانیی او د ناټو د متحد ینو په لاسونو په لس ګونو زره افغانان ها خوا داخوا وژل شوی دی او لا داسی هم انګیری چی ګواکی افغانان دی له دوی څخه مننه هم وکړی .


اوس چی په افغانستان  کی د برطانی او امریکی د غیر مستقیمی  مداخله څخه له دیرشوکلونو نه زیات او له مستقیمی پوځی تیری نه لس کاله تیریږی هرکال په زرګونو تنه افغانان په اصطلاح د همدغو سوله ساتونکو ټوپکوالو په ګنهکاره لاسونو په دغه او هغه نامه وژل کیږی چی هره دغه وژنه په بیلابیلو دلایلو موجه بولی .


د ۲۰۱۱ کال  د دسمبر د بن له دوهم جعلی کنفرانس  نه وروسته د عاشورا د سپیڅلی ورځی په مراسمو کی د شعیه افغانانو وژنه په افغانستان کی د پاکستان او عراق په څیر د شعیه او سنی تر مینځ د د سیسی طرح ده چی ـ دغه لا تر اوسه هم ژوندی مسلمان ملت په ګونډو کړی او د افغانستان جګړه لا نوره هم توده کړی او په دی توګه دغه بهرنی استخباراتی – پوځی دسیسه ددی لپاره را مینځ ته شوه چی د سنی او شعیه ترمینځ اوبه خړی او خپله امریکا پکی د خیر په غونډی کښینی او یوځل بیا د ( بېل يې کړه – اېل يې کړه ) پالیسی تر هغه ژوندی وساتی چی تر څو خپل اصلی هدف یعنی ستراتژیکی ـ پوځی اډی په افغانستان کی ټینګی او بشپړی کړی ، خو امریکا ښایی له ځانه بی خبره وی چی دغه دسیسی ښایی  بلاخره د افغانانو په کور کی هم د یوالی څرک وغوړوی او افغانان خپل ملی وحدت او زور ته متوجه او را ویښ کړی .


په هر صورت ، دغه اوسنی نړیوال ویجاړ حالات چی افغانستان یی یو له قربانیانو څخه بلل کیږی او خپله د امریکی څلور پښی هم د نړیوال کړکیچ په سریښ کی مښتی پاتی دی ماته د غنی خان او باچا خان هغه خبره رایادوی چی وایی :


 ؛ د هند د ازادی په محال غنی خان – باچا خان ته ویلی ‌‌ؤ چی همدا اوس یی وخت دی-  انګلیس له خوږ ګوتی راونیسه چه په هند مصروف دی او د پښتونخواه قیام را پیل کړه ! وایی چی باچا خان د عدم تشدد څخه نه اوښته او پدی توګه غنی خان د خپل پلار له کوره ووت ؛


 زه ګمان کوم چی که چیری نن بیا هم کوم غنی خان را پیدا شی نو د دیورند د کرښی د سرنوشت په باب به یی هم هغسی کړی وای چی غنی خان غوښتل…


د ۲۰۱۱ کال ددسمبر شپږمه