هلمند:دسړک غاړي بم ۱۹ملکيان مړه ۵ زخميان کړل
د سړک غاړي ماين د ملکي خلکو پر موني موټر پټاو سو چي په پايله کي يې د ماشومانو او ميرمنو په ګډون ۱۹ ملکي وګړي ځای پر ځای وژل سوي او پنځه نور زخميان دي ،د هلمند چارواکي وايي د ملکي خلکو دغه موټر له لښكرگاه څخه سنگين ولسوالى ته روان و چي د سنگين ولسوالى د امان الله كاريزپه سيمه كې دا پېښه رامنځته سوه . که څه هم دپېښي مسوليت چا پرغاړه ندئ اخستی خو دهلمند چارواکو يې پړه پر طالبانو ور اچولې ده .