کور / تازه خبرونه / د شاجوی ولسوال او د USPI ساتونکي ووژل سول

د شاجوی ولسوال او د USPI ساتونکي ووژل سول

دزابل ولايت دشاجوى ولسوالي ولسوال او يو شمېر نور كسان ووژل شول،


په زابل ولايت كې دكابل كندهار پر لويه لاره پرته ولسوالي شاجوى كې په دوو جلا جلا پېښو كې ديوه ولسوال په ګډون پنځه امنيتي ساتونكي او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي .


وروستۍ پېښه نن ماښام دشاجوى ولسوالي په بازار كې وسله وال بريد وو چې دهمدغې ولسوالي ولسوال ذيت الله (تور قوماندان) له خپل موټرچلونكي سره پكښي ووژل شو ،دشاجوى ولسوالي يوشمېر ځايي اوسېدونكو و لراو بر انټر نېټ پاڼې ته وويل چې وروسته پوليسو ډزي وكړې او دوه عام وګړي يې ووژل خو دزابل چارواكي يوازي دولسوال او موټرچلونكي وژنه تاييده وي .


ترهمدغه پېښه دوه ساعته وړاندي دكابل كندهار پرلويه لاره دهمدغې شاجوى ولسوالي دښاسنخېلو په سيمه ديوه وسله وال بريد په ترڅ كې د يو ،ايس ،پي ،آى  څلور امنيتي ساتونكي ووژل شول او يو تن يې ټپي شو.


په زابل كې مېشت يوه پوځي چارواكي وويل چې وسله والو طالبانو دخوراكي توكو پر وړونكي كاروان بريد وكړ او دهغوى ساتونكو ته يې مرګ ژوبله ورواړوله دده په وينا چې په دغه لنډه جګړه كې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي او مړي يې دامنيتي ځواكونو په ولكه كي دي ،


زابل دډيورنډ كرښې ته نيژدې  پروت ولايت دى او دطالبانو دواكمنۍ له ړنګيدو راهيسته په پرله پسې توګه دجنګ جګړو ډيرى پېښي په هم دغه ولايت كې كېږي ، هلته ترګڼو نورو ولايتونو دوسله والو طالبانو شتون زيات دى او ده تېر يوه كال راپه دې خوا دكابل كندهار لويه لاره دهمدغه ولايت په مربوطاتو كې سخته ناامنه ده، حكومتي چارواكي اودولت پلو ه كسان پر دغه لاره په آزاده پښه تګ راتګ نه شي كولاى .