کور / تازه خبرونه / مولوي فقیر : د پاکستان سره زموږ د سولي خبري سم لور ته رواني دي

مولوي فقیر : د پاکستان سره زموږ د سولي خبري سم لور ته رواني دي

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره مطالب د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو هڅو او د عاشورا په مراسمو د حملې اهدافو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي..

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د پاکستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د یو پاکستاني طالب مشر څرګندونې راخیستي.

ورځپاڼه لیکي، چې مولوي فقیر محمد وایي، چې د پاکستان له حکومت سره د دوي د سولې خبرې سم لور ته روانې دي او دوي نه غواړي پس له دې له خپل پوځ سره جګړه وکړي او خپل هېواد وران کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د پاکستان د تحریک طالبان په حواله لیکلي، چې له حکومت سره د دوي د سولې په خبرو کې پرمختګ شوې، خو د دوي په وینا د پاکستان حکومت باید په خپل دریځ کې نور نرمښت هم راولي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د سولې د خبرو لپاره د ښه نیت د ښودلو په هدف پاکستان له یو سل او شلو نه زیات طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم اوربند رعایت کړی دې.

ملي ارمان:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د ناټو په حمله کې د پاکستاني سرتیرو له وژل کیدو وروسته د دغه هېواد غبرګون ته کتنه کړې، چې تر ډیره یي هدف په افغانستان کې پر امریکا فشار راوړل بلل شوي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان په خپل لومړني غبرګون کې له خپلې خاورې د ناټو اکمالات بند کړل او له امریکا نه یي وغوښتل، چې د دغه هېواد شمسي هوایي اډه خالي کړي او بیا یي د افغانستان لپاره د بن نړېوال کنفرانس تحریم کړاو د افغان سوداګرو کانټینرونه یي ودرول.

خو ورځپاڼې د پاکستان تر ټولو خطرناکه اقدام له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلول بللي، چې د ورځپاڼې په وینا امکان یي د دې لپاره زیات دې، چې طالبان که افغان دي او که پاکستاني د ای ایس ای له خوا د خپلو اهدافو لپاره کارول کیږي.

ورځپاڼې دا ویره څرګنده کړې، چې دا کار به په افغانستان کې جګړه لا توده کړي او د افغان دولت او نړېوالې ټولنې په وړاندې به یو نوې سرخوږې جوړ کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې امکاناتو ته په اشارې لیکلي، که امریکا او ناټو له مخکې نه تدابیر و نه نیسي، نو ممکن په افغانستان کې د جنګ په شدت کې زیاتوالې راشي.

په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې د حملې اهداف بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي.

سرنوشت:

سرنوشت لیکلي، چې که څه هم ددې حملې ترشا د بیلابیلو کړیو لاسونو ته ګوته نیول کیږي، چې لا یی په اړه کره شواهد نشته، خو د ورځپاڼې په وینا ددې ترشا که هرڅوک وو، خو هدف یی په افغانستان کې مذهبي شخړو ته لمن وهل وو.

ورځپاڼې دا هم لیکلی، چې ممکن دا وروستۍ حمله نه وي او داسې زیاتې هڅې وشي، خلکو ته پکار ده، چې پدې برخه کې له پوهې کار واخلي او دداسې حملو اهدافو ته دې متوجه واوسي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان اوس پدې هڅه کې دې، چې د لشکر جهنګوي لخوا ددې مسؤلیت د منلو وروسته اوس دې ته افغاني بڼه ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان غواړي ددې ډلې په خلاف د اقدام لپاره له نړیوالو فشارونو د ځآن د خلاصون لپاره اوس پدې نامه د یوې افغاني ډلې موجودیت وښیۍ او د همدې کار لپاره یی ځینې طالبان په کرایه اخستي دي