کور / تازه خبرونه / د سارک هېوادونو د فوټبال پایلوبه هند له افغانستان څخه وګټله

د سارک هېوادونو د فوټبال پایلوبه هند له افغانستان څخه وګټله

د سار ک هېوادونو د فوټبال پایلوبه هند له افغانستان څخه څلور په صفر وګټله . که څه هم افغان فوټبالران په پیل کې بریالي معلومیدل، خو ورسته لوبه سرچپه او هند پرلپسې ګولونه ووهل. په لوبغالي کې ناست افغانان وايي چې د لوبې چارواکو له افغان لوبډلې سره بې انصافي وکړه. هند پرلپسې د دا ډول لوبلو اتلولي ګټلې او د افغان لوبډلې دا لمړي ځل وو چې د سارک هېوادونو تر پایلوبې ځان رسوي. ډیری په دې باور دي چې په داسې لوبو کې په لمړي ځل تر پایلوبې ځان رسول هم امید ورکوونکي دې چې دا لوبډله به په راتلونکي کې ستر بریالیتوبونه وګټي. پخوانی خبر افغان کرکټ ملي لوبډلې هانکانګ ته د اتو منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې ډول یې وکولای شول د اسیايي شورا د شل اوریزو لوبو اتلولي خپله کړي. بل پلو په هند کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې د سارک هېوادونو پایلوبې ته ځانونه ایستلی دي او نن به د کوربه هېواد هند سره خپله وروستۍ لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ ټیم دریم ځل لپاره د اسیايي شورا د شل اوریزیو لوبو اتل شو خو فوټبال ملي لوبډله د لمړي ځل لپاره د سارک هېوادونو پایلوبې ته وتلې ده تمه کیږي چې فوټبال ملي لوبډله هم اتلولي خپله کړي او جګړه ځپلي هېواد ته دوه اتلې ډلې راستنی شي.