کور / تازه خبرونه / په خوست کي دسرحدي لوا نوې ودانۍ پرانستل شوه

په خوست کي دسرحدي لوا نوې ودانۍ پرانستل شوه

په خوست كې د دويمې سرحدي لوا مركزي تاڼې له پاره نوې جوړې شوې ودانۍ له بشپړيدو وروسته پرانستل شوې. دا تاڼه چې په شل جريبه ځمكه جوړه شوې په بشپړيدو يې ، د ځايي چارواكو په خبره يوسل اتيا ميليونه افغانۍ لګښت شوى دى.



په همدې اړه د جوړې غونډې پرمهال، په خوست كې د دويمې سرحدي لوا سرپرست قوماندن سمونوال جنت ګل ساپي لراوبر ته  وويل چې تردې مهاله د مناسب ځاى د نشتوالي له امله له زياتوستونزو سره مخامخ وو، خو په خبره يې د دې ودانيو په جوړولو سره دغه ستونزې تر ډېره بريده كمې شوې. ساپي وويل چې پر دې نويو ودانيو يو سل اتيا ميليونه افغانۍلګښت شوى، چې په افغانستان كې د امريكايې ځواكونو د انجينرۍ څانګې لخوا وركړل شوي. قوماندان جنت ګل وويل چې د ودانيو جوړلو ترڅنګ بايد چې په جګړيزو وسايلو هم سمبال شي.


څو ورځې وړاندې هم د سرحدي پوليسو له پاره ډيورنډ پولې ته څېرمه د ګربزو ولسوالۍ د باړي تاڼې په سرحدي سيمه كې په ورته ډول يوه لويه نظامي تاڼه جوړه شوې وه. د غونډې پرمهال د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال محمدايوب وويل چې د تېرو څو كلنو په اوږدو كې د نورو پوليسو ترڅنګ سرحدي پوليسوته هم ډېر زيانونه اوښتي، چې د ده په وينا بايد په هره برخه كې پياوړي شي.