کندهار: ماین خښوونکي نیول شوي

اسدالله زړه سواند | دسمبر 13th, 2011


د کندهار ولایت چارواکي وایی چي د سیپن بولدک په ولسوالۍ کي له پاکستان سره په پوله یی پنځه ماین خښوونکي نیولی دی.

د کندهار له مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوی اعلامیه کي راغلي، چی دا کسان د سرحدی پولیسو د ګزمی پر مهال لاس په لاس نیول شوي، چی ماینونه سپکی وسلی هم ورسره موجود وو، د اعلامیی له مخي دغه پنځه تنه افغانان دي، چی د پاکستان له خاوری د ورانکارۍ لپاره راغلی وو.

همدا راز له کندهار څخه په بله اعلامیه کی راغلي، چې پولیسو په میوند ولسوالۍ کي د عملیاتو پر مهال دوه سوه دیرش کیلو ګرامه خام چرس نیولی دی.

دغه چرس دافغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کي تیر مازدیګر نیول شوي.

اعلامیه وایی چی تیره ورځ په ډنډ ولسوالۍ کی دعملیاتو پر مهال امنیتی ځواکونو ته، ددرنو او سپکو وسلو مرمۍ هم په لاس ورغلی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024