کور / خبرتیا او پيغامونه / له جلال الرحمن شرر سره خواخوږي!

له جلال الرحمن شرر سره خواخوږي!

د اصلاح د خصوصي لېسې د مدير شاعر او ليکوال حافظ جلال الرحمن شرر ورور حافظ صهيب په حق رسېدلى .
نوموړى تېره شپه په خپله خونه کي د ګازو د بخارۍ له کبله چي نومړى ئې په سر نيولى ؤ ، په حق رسېدلى دئ .
حافظ صهيف شاوخوا ٢٣ کاله عمر لاره او شاوخوا ٤ کاله مخکي ئې واده کړى ؤ
د لراوبر ويب پاڼي ټول همکاران د ښاغلي جلال الرحمن شرر سره په دې غم کي ځاى شريک بولي او مرحوم ته د ستر څښتن په سپېڅلي دربار کي د مغفرت غوښتنه کوي.

تبصره نسته

  1. ښاغلي شرر ځوانيمرګ ورور حافظ سجاد ته دي الله جنت فردوس ورپه برخه کړي هغه يو ريښتيني مسلمان او ژوند يې دافغان نسل وښووني ته وقف کړي و دده ديو نيژدې ملګري حافظ نثاراحمد په وينا چي حافظ صاحب به هره شپه تر ناوخته مطالعه کول او بيا به ويده کيدى نن شپه يې هم دملګرو سره ښه مجلس کړى اوبيا يوازي په اطاق کي ويده سوى او ځانته يې ګيس بخارۍ لګولي چي دشپې په جريان کي دکوټې اکسيجن ختم سوى او حافظ صاحب هم ورسره ځان حق ته سپارلى روح دي ښاد وي ابدي کور دي ورته نور وي دښايسته ځوانۍ برکت دي الله په جنتو کي ورکړي شررصاحب او کورنۍ ته دي الله صبر جميل ورپه برخه کړي د دشرر صاحب غم دځان غم ګڼم

  2. زه هم جلال الرحمن ته د جميل صبر غوښتنه کوم او حافظ صاحب ته د مغفرت غوښتنه کوم

  3. دجلال الرحمان شرر دځوانیمرګ ورور احمدصهیب په مړینې دغمرازۍ لیک
    فاذا جاء اجلهم لایستاخرون ساعة ولا یستقدمون .الایة
    په ډيرې خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې دتکړه لیکوال اوشاعر جلال الرحمان شرر ځوان ورور ( حافظ احمدصهیب ) دیوې ناڅاپې پېښې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې او دابد په خوب ویده شو .
    انالله وانا الیه راجعون
    د مرحوم حافظ احمدصهیب ، په مړېنې نه یوازې موږ بلکې ټول هغه دوستان چې نوموړی یې له نژدې پیژانده او یایې دنوموړي د زهد او تقوی په اړه معلومات درلودل ، ډیرخفه دي . که په لنډو کې ووایو نوموړی مرحوم زموږ دټولو ورور وو او نوموړي ته دمغفرت دعا کول دځان فریضه ګڼو .
    نوموړی له وړوکتوبه دخورا عالي او نیکواخلاقو څښتن وو،د مشرانو خدمت،دملګرو په منځ کې تواضع او داستادانوعزت او احترام یې شعار وو، او د خپل مینه ناک برخورد، نېکه رویې ،اخلاص او فداکارۍ ،خوشاله طبیعت او مزاج له امله یې دخپلو ملګرو په زړونو کې ځای نیولی وو . نوموړی دخورا عالي استعداد څښتن وو چې په دې ورستیو کې دیوې لیسې دمدیریت چارې هم ورله غاړې وې .بالاخره له الهی تقدیر او قضا سره سم د دسمبر دمیاشتې په دوولسمه نېټه د۲۳ کالو په عمر دیوې پېښې په ترڅ کې یې له دې نړې څخه رحلت وکړ، او خپل خپلوان یې دغم په ټغر کېنول .
    موږ د ارواښاد صهیب له کورنۍ په ځانګړې توګه له ښاغلي شرر صاحب سره دپه دې ستره او نه جبرانېدونکې فاجعه کې ځان شریک بولو او دنوموړي کورنۍ ، ملګرو او ټولو خپلوانو ته دزړه لکومې په کامله معنی دتسلیت مراتب وړاندې کوو . او له لوی متعال خدای ج څخه نوموړي ته جنت الفردوس لپاره لاس په دعا یو . او دخدای بښلی حافظ صهیب محترم پلار ، وروڼو ،انډیوالانو او خپلوانو ته په ورپېښ غم او درد کې دجمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو .
    ستاسو مخلص
    عابرمسافر / نن ټکی اسیا

  4. د لرو او بر ويبپاڼي د درانه مشرتابه، ټول ټيم او نور ټولو يارانو څخه چي زموږ سره ئې په غم کي ګډون کړى دى او حافظ صهيب سجاد ته ئې دعاء کړې ده ، د ښه ترا منني کولو لپاره خپله هره هڅه ناکامه بولم ځکه خو دا ستاسو د ميني او لوريني اجر د الله تعالى څخه درته غواړم

    لوى خدائ جل جلاله دي ستاسو غمونه ستاسو دوستانو او قريبانو ته نه ور ويني …

    تاند او غوړيدلى اوسئ …..

    په ادب او درنښت – شرر