کور / تازه خبرونه / افغان سفير دخېبرپښتونخوا له والي سره وکتل

افغان سفير دخېبرپښتونخوا له والي سره وکتل

پېښور : په اسلام اباد کې افغان سفيرمحمد عمرداوودزي په پېښورکې دخېبرپښتونخوا له والي مسعود کوثرسره کتلي . په بيلابيلو دوه اړخيزوستونزو سره غږيدلي دي ،په خېبرپښتونخواکې دپوليسوا له خوا دافغان کډوالو تنگول ،دبنديانوپه خلاصون ، کډوالوته دبورسونوورکړه دپام وړټکي وو ،اوپه نوروچارو باندې خبرې وشوى د خبر بشپړتفصيل په دې توگه دى د اسلام اباد لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوی سفير محمد عمر داودزي پيښور ته په خپل یو ورځني سفر کې د خيبر پښتونخوا له والي یا ګورنر او یو شمیر افغان کډوالو سره وکتل نوموړی،چې د روان ۲۰۱۱ میلادي کال د دسمبر پر ۱۳ مه د سه شنبې په ورځ پيښور ته تللی و له افغان جنرال کونسل سیدمحمد ابراهیم خیل،د هغه له لومړي مرستیال حاجي محمد معراج بهسودوال،د افغانستان بانک له سیمه ييز مسوول،د کډوالو چارو،تجارتي،فرهنګي،سودارګرۍ،ترانسپورت او معارف آتشې سره تر لیدو کتو او په اړوندو برخو کې د موجودو ستونزو تر معلومولو وروسته د خيبر پښتونخوا له والي یا ګورنرمسعود کوثر سره وکتل او پر موجودو ستونزو او مسائلو یې اوږدې خبرې وکړې.افغان سفير د خیبر پښتونخوا له والي سره خپل ملاقات ګټور وباله او ویې ویل،چې دواړو لوریو پر یادو مسایلو سربیره د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو هم خبرې وکړې او تمه یې څرګنده کړه،چې د دواړو ورونو او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ موجوده دوستې لاپسې کلکه شي. نوموړي وویل،مسعود کوثر په امنيتي او نورو برخو کې افغان کډوالو ته د ورپيښو ستونزو نه خبر کړ او په دې برخه کې د سمدستي همکارۍ غوښتنه یې ترې وکړه،چې په خبره یې ښاغلي کوثر هم ډاډ ورکړ،چې په دې اړه به اړوندو مقاماتو ته دسمدستي اجراتو احکام صادر کړی او زر تر زره به په ټولو برخو کې د کډوالو د ستونزو د اواري لپاره ګامونه پورته کړي. ښاغلی داودزی،چې په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت د لومړي مرستیال اسد طرزي،کلتوري آتشې او مطبوعاتي مسوول زردشت شمس،دویم سکرتر امان الله سالار،احمدشاه صالحي،عبدالبصیر، احمد بشير او یوشمیر نورو ډيپلوماتانو په ملتیا د افغان کډوالو د ستونزو د معلومولو او حلولو په هدف پيښور ته تللی و په دې ښار کې د افغان کونسلګرۍ د غونډو په تالار کې له یوشمیر افغانانو سره هم وکتل.نوموړي په پيل کې د افغان کډوالو د کمپونو له یوشمیر استازيو سره وکتل او د هغوی له ستونزو یې ځان خبر کړ.افغان سفير اړوندو ډيپلوماتانو ته وویل،چې د کډوالو هغه ستونزې چې د افغانستان په سیاسي او اړوندو نمایندګیو پورې اړه لري زر تر زره حل کړي او نورې چې د پاکستان په دولت یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ادارې یاUNHCR مربوط وي له هغوی سره تماس ونيسي او حل لارې یې ولټوي.همداشان نوموړي د خپل پلاوي په ملتیا په پيښور پوهنتون کې د افغان محصلينو له یوې ډلې او د افغاني ښوونځیو د مدیرانو شورا له پلاوي سره هم وکتل.نوموړي د هغوی له ستونزو هم ځان خبر کړ او اړوندو ادارو ته یې د زر تر زره اواري وویل.ښاغلي داودزي او ورسره ملګري هئيت یې له یوشمير پاکستاني خبريالانو سره هم وکتل. په دې ډله کې، چې د ورځپاڼې وحدت مدير پير رحمدل شاه،د ډیلي پاکستان بیورو چیف شمیم شاهد،د قبائلي ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال حیران مومند او د دي نیوز ورځپاڼې مشر خبريال ښاغلی مشتاق یوسفزی شامل و له سفير څخه مننه وکړه،چې روانو ترینګلیو شرائطو کې یې پيښور ته سفر وکړ.داودزي په روانو حساسو شرائطو کې د مطبوعاتو کردار ډیر مهم وباله او له ژورنالیستانو یې غوښتنه وکړه،چې په دې برخه کې تل د مثبت کردار د ترسره کولو کوشش او په دواړو لوریو کې د پرتو ستونزو د اواري په هدف له خپل مقدس قلم څخه مثبت کار واخلي.په دې کتنه کې،چې په پيښور کې دیره یوشمیر افغان ژورنالیستان هم موجود وو،افغان سفير وویل چې ژورنالیزم یو مقدس مسلک دی او هر ژورنالیست باید ځان د ټولنې استازی وګڼي او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره ایماندارۍ او اخلاص تر سره کړي.په پای کې د افغان کډوالو استازيو،محصلینو،ښوونکیو،ژورنالیستانو او نورو له افغان سفير څخه مننه وکړه،چې له نزدې څخه یې ددوی ستونزې واوریدې او زر تر زره اواري احکامات یې صادر کړل.