هلمند:د خانشين ولسوالي ووژل سو
په هلمندکي دخانشین ولسوال مسعودبلوڅ نن د ماين چاودني په يوه پېښه کي ووژل سو .
دهلمند ولايت د والي وياند داود احمدي د پېښي تاييد کړی او وايي چي نوموړی په داسي حال کي ووژل سو دکوکنارو پر وړاندي دکمپاین څخه بیرته دولسوالۍ په لور راروان و.
مسعودبلوڅ دتیرودریوکلونوراپدیخواخانشین دولسوال په حیث دنده ترسره کړي چي نن دچهارشنبي په ورځ له خپلودریوساتونکوسره يوځاي دتاغزپه سیمه کي ماين چاودني په پېښه کي ووژل سو. پدغه پیښه کي درې تنه نورپولیس زخمیان سوي دي . په رسمي توګه تر اوسه ددې پېښي مسوليت چا نه دی منلئ.